Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د زندانونو چارو د سمون اداره: ښځینه زندانیانو ته د مسلکي زده‌کړو ځانګړي پروګرامونه او امکانات برابر شوي دي

د زندانونو چارو د سمون اداره: ښځینه زندانیانو ته د مسلکي زده‌کړو ځانګړي پروګرامونه او امکانات برابر شوي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/08

د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، چې د کابل په ښځینه زندان کې یی ښځو ته د نورو اسانتیاو ترڅنګ د زده کړو ځانګړي پروګرامونه، مسلکي کورسونه او د نورو مهارتونو د زده کړې امکانات برابر کړي دي.

 

د کابل په ښځینه زندان کې د هغو کوچنیو ماشومانو لپاره، چې له خپلو میندو سره یو ځای دلته شپې ورځې سبا کوي؛ د ښې روزنې لپاره یو وړکتون هم جوړ شوی دی.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس، محمد یوسف مستري وایي: «په ښځینه زندان کې له یو شمېر ښځو سره د هغوی داسې کوچني ماشومان اوسېږي، چې په یوازې ځان د ژوند کولو امکانات نه‌لري. د دې لپاره چې دغه ډول ماشومان سالمه بوختیا ولري نو د زندان دننه مو ورته د لیک لوست زده‌کړو، وړکتون او لوبو هر ډول اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس زیاتوي، په ښځینه زندان کې د بندیانو د اوسېدو خونې او روغتیايي خدماتو تر څنګ د پاک چاپیریال په برخه کې هم ښه پرمختګونه شوي دي.

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس وایي: «ماشومانو ته د دغه ډول اسانتیاوو رامنځته کول؛ د هغوی د میندو په روان هم اغېز کوي او کله چې خپل ماشومان خوشحاله ګوري، د زندان شپې ورځ ورباندې اسانه تېرېږي. د ماشومانو روغتیایي وضعیت ته پر وخت او منظمه توجه کېږي. هغوی ته بسکوېټ او د عمر مطابق شیدې او نور غذایي توکي ورکول کېږي.»

 

د زندانونو چارو د سمون اداره ډاډ ورکوي، چې د دې ادارې اړوند په ټولو زندانونو کې د اصلاح او روزنې پروګرامونه به لا پراخېږي او د بندیانو لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist