Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی

د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/05

په ایران د امریکا او اسراییلو له ګډو هوايي بریدونو او په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو سره سم، یو شمېر هېوادونو فضایي حدود تړل شوي چې له امله یې د افغانستان له فضايي حریم تېریدونکو ملکي الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د افغانستان له فضايي حدودو څخه د تېریدونکو الوتکو په شمېر کې دا زیاتوالی له تېرو څو ورځو راهیسې راغلی.

د دې وزارت ویاند زیاته کړې، د افغانستان فضايي حدود د ملکي الوتکو د تېرېدو لپاره تر ټولو خوندي لیکې دي.

حکمت الله اصفي ډاډ ورکړی چې د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې مسافرینو او د الوتنو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او دا هڅې لا هم روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله اصفي وايي: « د افغانستان پر فضا د تېرېدونکو الوتکو شمېر وخت نا وخت د تغییر په حال کې دی، کله کمېږي او کله زیاتېږي. دا مهال د عبوري الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. موږ ټولو ملکي هوايي شرکتونو ته ډاډ ورکوو چې کولی شي د افغانستان فضا انتخاب کړي. همدارنګه بیاهم هوايي شرکتونو او مسافرو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان له ټولو هوايي ډګرونو څخه پر وخت او مناسب خدمات وړاندې کېږي. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تل هڅه کوي چې د واټ ټرانسپورټ ترڅنګ د هوايي چلند په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.»    

د افغانستان جیوپولټیک موقعیت ته په اشارې، کابل اوس د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او خلیجي هېوادونو ترمنځ د یوې فضايي څلور لارې په توګه رول لوبوي.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې د افغانستان له فضايي حدودو څخه د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې زیاتوالی د حکومت په عوایدو کې د زیاتوالي سبب هم ګرځي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « کله چې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو تګ راتګ زیاتېږي، په لومړي ګام کې د دې سبب کېږي چې د حق العبور له درکه د افغانستان ملي عواید زیات شي. د عوایدو په لوړېدو سره به حکومت وکولی شي چې په خپلو هوايي ډاګرونو کې پراختیايي پروژې پلې او هوايي ډګرونه د هوايي چلند په عصري وسایلو سمبال کړي.»                

په ورته مهال، ځینې نور شنونکي بیا د افغانستان په فضايي حدودو کې د ملکي الوتکو د ټرافیک زیاتېدل د اقتصادي ګټو ترڅنګ، دا هم واضېح کوي چې د افغانستان حالت باثباته او خوندي دی.

د اقتصادي چارو کارپوه یونس ځدراڼ وايي: « د هر هېواد پر هوايي حریم چې کومې الوتکې تېرېږي، هغه هېواد ته امتیاز او حق العبور ورکول کېږي.  دا د افغانستان لپاره ګټور تمامېږي او عواید یې لوړوي.»       

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه وشوه،  هغه مهال هم د  افغانستان په فضايي حدودو د الوتکو ټرافیک زیات شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist