Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې د تېلو بیو لوړېدو وروسته، سوداګر د نفتو پر استخراج د پانګونې زیاتولو غوښتنه کوي

هېواد کې د تېلو بیو لوړېدو وروسته، سوداګر د نفتو پر استخراج د پانګونې زیاتولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/04

په داسې حال کې چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ د روانې جګړې د سیمه ییزو اغېزو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، د دې جګړې له پیل وروسته افغانستان کې هم د نفتي موادو بیې لوړې شوې دي.

د کابل، هرات او مزارشریف په ګډون په لویو ښارونو کې د پټرولو، ډیزلو او ګازو بیې په تېرو څو ورځو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

بلخ کې د تېلو واردوونکي او کاروباریان وایي، دوی خپل زیاتره نفتي توکي د ګاونډیو هېوادونو له لارې واردوي، ځکه نو ایران کې د جګړې له امله په بیو کې لوړوالی راغلی.

د دوی په خبره، که حکومت د قشقري نفتو استخراج د کچې پر زیاتوالي پانګونه زیاته کړي، بیا بهرنۍ جګړه په هېواد کې د نفتو پر بازار اغېز نه کوي.

د نفتي توکو سوداګر حیات الله امیري وايي: « د تېلو په بیو کې د لوړوالي لامل د ایران، امریکا او اسراییلو جګړه ده. له پرون راهیسې د ډيزلو او پټرولو بیې لوړې شوې. موږ د تېلو بډایه زېرمې لرو، اسلامي امارت ته په کار ده چې پرې پانګونه وکړي، ترڅو د نړۍ په نورو هېوادونو کې جګړې پر موږ اغېز ونه کړي.»

مزار شریف کې یو شمېر موټرچلوونکي هم شکایت کوي چې د تېلو د بیو لوړوالي د دوی پر ورځني ژوند منفي اغېز کړی.

دوی وایي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، د ټرانسپورټ کرایې او د لومړنیو توکو بیې به هم ورسره لوړې شي.

 د دوی په خبره، له تېرو دوه ورځو راهیسې یو لېټر تېلو بیه ۶۷ او یو لېټر مایع ګاز په  ۳۳ افغانیو پلورل کېږي، حال دا چې له دې وړاندې د یو لېټر تېلو بیه د ۵۰  او ۶۰ افغانیو رمنځ وه.

موټر چلوونکی محمد طاهر وايي: « تېل او ګاز ګران دي او له بلې خوا کار نه شته. له سهار راهیسې مې یوازې ۷۰ افغانۍ کار کړی.»

موټر چلوونکی شفیع الله وايي: « په بلخ ولایت کې یو لېټر مایع ګاز ۸ افغانۍ پورته شوي، دغه شان د هر شي نرخونه لوړ شوي.»

د مزار شریف ښار اوسېدونکی ارسلان وايي: « دولت باید په دې برخه کې همکاري وکړي. تېل په یوه ورځ کې تر ۸ افغانیو ګران شوي، دا به خلکو او اقتصاد ته ډېر زیان ورسوي.»

افغانستان چې پر وارداتو متکي هېواد دی، په نړۍ کې د تېلو بیو کې له هر ډول بدلون څخه مستقیم اغېزمن کېږي. د نفتي توکو بیو لوړوالی نه یوازې اقتصادي فشار زیاتوي بلکې ټولنیزې ستونزې هم ژوروي.

چارواکي بیا په کور دننه د نفتي توکو استخراج کچې لوړوالي سربېره، شمال کې د نفتي بلاکونو له سروې او څېړنیزو چارو پیل خبره هم کوي او وايي، افغانستان به راتلوونکي کې د نفتو صادرات هم ولري.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « د افغانستان په شمال آمو دریا نفتي حوزه کې عملا ً د نفتو استخراج روان دی او هڅه کېږي چې د استخراج کچه لوړه شي. همدارنګه د افغان – تاجیک حوزې د درېیو بلاکونو سروې هم عملا ً او ورسره د کټواز او هلمند حوزو سروې هم پيل شوې ده او ښه پرمختګونه لري. همدارنګه په هرات حوزه کې هم پرمختګونه لرو. په ټوله کې د اسلامي امارت دا ده چې د افغانستان د هایډرو کاروبن، نفتو او ګازو منابع اکتشاف او استخراج شي، ترڅو نه یوازې ځان بسیا شو بلکې په دې برخو کې صادرات هم ولرو.»

د چارواکو له خوا دا خبرې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم د انرژۍ په برخه کې پر وارداتو متکي دی.

اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې که د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه پراخه شي، نو امکان لري چې د نفتو بیې لا پسې لوړې شي او دا به نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist