Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: که پاکستان بریدونه کوي، غچ اخستنه به هم ادامه ولري

فطرت: که پاکستان بریدونه کوي، غچ اخستنه به هم ادامه ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/04

اسلامي امارت د پاکستان له لوري د جګړې دوام په صورت کې د دې هېواد پر وړاندې د جګړې دوام ته له چمتووالي خبر ورکوي.

د حکومت مرستیال وياند کابل کې له پوځي رژیم سره د جګړې معلوماتو شریکولو پرمهال وايي، که پاکستان خپل بریدونه ونه‌دروي، اسلامي امارت چمتو دی چې د خپلو خکو او خاورې دفاع لپاره جګړه وغځوي او غچ اخستنې ته دوام ورکړي.

حمدالله فطرت زیاتوي، جګړه د افغانستان لومړی انتخاب نه‌دی، خو لومړی ګوزار د پاکستان له لوري شوی او اوس دوی دفاعي جګړې ته ادامه ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د اوږدې جګړې لپاره چمتوالی لري، ترڅو د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې غچ واخلي. تر هغو چې زموږ پر خاوره تېری او یرغل ادامه ولري او زموږ هوايي حریم نقض کېږي، موږ به هم دفاع کوو او د رد الظلم عملیات به ادامه ولري.»

فطرت د جګړې پای ته رسولو ابتکار د پاکستان په لاس کې بولي او وايي، ترڅو چې پوځي رژیم پر افغانستان بریدونه جاري ساتي، تر هغې به يې پر وړاندې د رد الظلم عمليات هم جاري وي.

فطرت د پاکستان جګړه پروژه يي بولي او وايي، پاکستان د جګړې نوې پروژه اخستې او غواړي د افغانستان په ګډون، ټوله سیمه بې‌ثباته کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په دې اړه وايي: « هغوی په خپل سره نه شي کولی په دومره پراخه کچه پر یوه هېواد تېری وکړي. موږ په دې ښه پوهېږو چې هغوی پروژه اخستې، ترڅو افغانستان او سیمه بې ثباته کړي او پردۍ اجنډاوې تطبیق کړي.»

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان له کلونو راهیسې له لوېدیځ څخه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په نوم د جګړو پروژې اخلي او غواړي له دې لارې د سیمې او افغانستان موجوده سیاسي ثبات له ګواښ سره مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « په دې کې هېڅ شک نه شته چې افغانان یو مبارز، مجاهد او جنګیالی ملت دی، یو کال څه چې سل کاله هم کولی شي له دمې پرته له هر ډول متجاوز سره جګړه وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي: « افغانان اوس د پاکستان په نیت پوه دي او نړۍ هم د هغوی په ظلم خبره ده. دوی به هېڅکله هم داسې کړنې بیا ترسره نه کړي. په دې جګړه کې زموږ بریا حتمي ده.»

د اسلامي امارت چارواکو همدارنګه د هغو غوښتنو او پوښتنو په لړ کې چې په کابل کې دې نور د پاکستان سفارت وتړل شي وویل، تر اوسه له پاکستان سره داسې حالت ته نه یو رسېدلي چې د سفارت تړلو پرېکړه وکړو.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخامخ جګړه روانه ‌ده چې په لړ کې یې پاکستاني لوري ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist