Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: پاکستان پوځي رژیم غواړي افغانستان کې د نورو ورکړل شوې پروژې پلې کړي

چارواکي: پاکستان پوځي رژیم غواړي افغانستان کې د نورو ورکړل شوې پروژې پلې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/02

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، د پاکستان پوځي رژيم د نورو په اشارې پر افغانستان بریدونه کړي.

دوی‎ د کابل ټایمز ورځپاڼې د ۶۴مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې وايي‎، پاکستان دلته د نورو له لوري ورکړل شوې پرژوې پلي کوي او په روژې میاشت کې يې پر افغانستان بریدونه په ډاګه کوي چې د نورو اشارې او غوښتنې په کې نغښتې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين عتیق‌الله عزیزي وايي: « دوی هغه پروژې دلته پياده کوي چې د نورو له خوا ورکړل شوې دي. له بده مرغه موږ وینو چې نن زموږ پر یوه بل مسلمان ګاونډي ایران هېواد هم په روژې میاشت کې بریدونه وشول؛ دوی هم زموږ پر خاوره په روژه کې بریدونه وکړل. له دې ښکاري چې دوی له هغوی سره همغږي لري او غواړي په سیمه کې فساد، شر او ستونزې جوړ کړي.»

چارواکي پاکستان ته په اشارې وايي، د افغانستان یو شریر ګاونډی د هېواد سراسري امنیت، ثبات او پرمختګونه نه شي زغملی او د شرارت لپاره پلمې لټوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين عتیق‌الله عزیزي وايي: « زموږ د یوه شریر ګاونډي له خوا په افغانستان کې راغلی ثبات، پرمختګونه، امن او په هر ډګر کې پرمختیاوې نه شي زغمل کېدی.»

له پاکستان سره د روانې جګړې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د رسنیز ډګر پر مثبت اغېز هم تم شول او ویې ویل، اسلامي امارت د ټولو رسنیو کلک ملاتړ کوي.

دوی زياتوي، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او له رسنیو څخه هم غواړي چې حقایق خپاره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مهاجر فراهي وايي: « همدا اوس په هېواد کې لسګونه انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري. د افغانستان اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو ملاتړ او لاسنیوي ته ژمن دی. موږ له ټولو رسنیو غوښتنه کوو چې په هېواد کې روان حقایق منعکس کړي.»

په دې وروستیو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان پر خاوره تېری کړی او ولسي خلک یې په نښه کړي، خو په ځواب کې یې بیا د اسلامي امارت ځواکونو هم د دې رژیم پر ځواکونو وژونکي ځوابي بریدونه کړي.

د دغو بریدونو پر مهال د پاکستاني رژیم ۱۴۲ پوځيان هلاک او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist