Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

پاکستان له جوړېدو راهیسې د افغانستان په کاواکۍ او ناامنۍ امنۍ کې خپله بقا ليدلې او د دې هدف لپاره يې تل په خپل لاس روزلې ترهګري وسيله ګرځولې ده.

شنونکي په دې باور دي چې پاکستان اوس د افغانستان په بې‌ثباتۍ کې د پردې ترشا د لسيزو رول لوبولو برعکس، له ترهګرۍ د ابزاري استفادې ترڅنګ له افغانستان سره مخامخ جګړې ته وتلی او ملکي اهداف يې نښه ګرځولي.

د دوی تحلیل دا دی چې پاکستان غواړی پر افغانستان له بریدونو سره له یوې خوا د خپلو ځواکونو ناکامي پټه کړي او له بلې خوا په افغانستان کې د یوه ځواکمن مرکزي نظام جوړېدو مخه ونيسي.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان په فعلي حالت کې هم د تېر په څېر د یوه مقتدر قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي. دوی کوشش کوي چې د خپلو جاسوسانو او نا اهله وطن پلورونکو په وسیله چلنجونه ایجاد کړي. دلته دوې مسئلې دي؛ یوه د دوی خپله ناکامي ده چې غواړي په افغانستان کې په بریدونو یې پټه کړي، دویمه دا چې دوی هېڅکله نه غواړي افغانستان کې مقتدر نظام جوړ شي بلکې دلته یو ضعیف دولت وي او نه شي کولی د افغانستان فعلي جغرافیه خوندي کړي.»

د چارو شنونکي دغه راز وايي، پاکستان تل د افغانستان ثبات او امنیت ته زیان رسولی او اوس یې له افغانانو سره بربنډه دښمني پیل کړې، بریدونه کوي او عام خلک شهیدانوي. دوی وړانديز کوي چې د پاکستان ورته بريدونو ته دې کلک ځواب ورکړل شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان تل د یوه ناوړه او بدمرغه ګاونډي په توګه په افغانستان کې نا امنیو، بې ثباتیو او کاواکیو ته کار ویلی او لار یې ورته جوړه کړې. افغانانو ته په کار ده چې پاکستان ته په یوه خوله او اتحاد سره کلک ځواب ورکړي.»

ځينې نور شنونکي د پاکستان د دسيسو ناکامولو لپاره د افغانانو يووالی حياتي بولي او له حکومت هم غواړي چې دې هدف ته د رسېدود لپاره باید د افغانانو غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ولې امریکا، ملګري ملتونه او بریټانیا چې تل یې د پاکستان ملاتړ کړی، د دوی د دې جنایت غندنه نه کوي؟ موږ باید خپل ملي یووالی وساتو، د ولس غوښتنې ومنو  او د پاکستان د دې استخباراتي جګړو او جنایتونو ټغر ور ټول کړو.»

د فبروري میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه د پاکستان پوځي رژيم یو ځل بیا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړل چې له امله یې ښځې او ماشومان شهیدان شول او اسلامي امارت يې په مناسب وخت کې د حساب شوي ځواب ګواښ کړی. د پاکستان پوځي رژيم دا عمل د جنايت بلل کېدو ترڅنګ، په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist