Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بقايي: د کابل او تهران اړیکې د متقابل درناوي او مشترکاتو پر بنسټ جوړې دي

بقايي: د کابل او تهران اړیکې د متقابل درناوي او مشترکاتو پر بنسټ جوړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/25

په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران اړیکو کې پرمختګ زیات شوی، د سیاسي اړیکو کچه یې لوړه شوې او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو کچې لوړېدو لاملونه په ګوته کړي. اسماعیل بقايي ویلي، له کابل سره د تهران اړیکې متقابلو ګټو ته په درناوي ولاړې دي او له افغانستان سره فرهنګي، تمدني او ديني مشترکات هغه څه دي چې دواړه هېوادونه یې سره نږدې کړي دي.

هغه د اړيکو پر نږدېوالي سربېره د ګډو اندېښنو يادونه هم کوي او وايي، د ګډې پولې ناامني، د نشه‌يي توکو قاچاق او د افغانستان په اوبو کې د ایران حق هغه ټکي دي چې باید پر وړاندې يې ګډ اقدام وشي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او راکړه ورکړه په ډېره ښه سطحه کې ادامه لري. له افغانستان سره زموږ اړیکې د متقابل درناوي او د فرهنګي، دیني او تمدني مشترکاتو پر بنسټ دي. ځینې مشترکې اندېښنې هم لرو چې باید د لرې کولو لپاره یې د ګډې همکارۍ له مخې ګامونه پورته کړو. په دې اندېښنو کې د ګډې پولې نا امني، د  نشه يي توکو قاچاق او د اوبو په څېر نور ګډ موضوعات شامل دي.»

شنونکي هم د افغانستان او ایران د اړیکو کچه لوړه شوې بولي او يادونه کوي چې په سياست، سوداګرۍ او ټرانزيټ کې د دواړو ترمنځ همکارۍ څو برابره زياته شوې.

ځينې نور بیا اټکل کوي چې اوسنيو اړيکو ته په کتو ښايي د ايران له لوري د افغانستان اوسنی حکومت هم پر رسميت وپېژندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « له تېرو څلورو کالو راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې منظمې او منسجمې روانې دي. د افغانستان اسلامي امارت د دې ژمنې له مخې چې اقتصاد محوره پالیسي غواړي، د نورو هېوادونو ترڅنګ ایران سره هم په همدې بنسټ اړیکې جوړې شوې دي. ایران دا خبره درک کړې او ژمنه یې کړې چې راتلونکي کې به د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني. له دې سره به د افغانستان سیاست او اقتصاد نور هم ثبات پيدا کړي او په دې خطه کې پراته نور هېوادونه به هم وهڅول شي چې ورته ګامونه پورته کړي.»

د شنونکو په خبره، نه یوازې ایران بلکې له ټولې سيمې او ګاونډیو سره باید د افغانستان اړیکې پراخې او بلاخره د حکومت پر رسمیت پېژندنې پای ته ورسېږي.

دوی وايي، په داسې حال کې چې له پاکستان سره په اړيکو کې ترينګلتيا جدي شوې، غوښتنه کوي چې د سيمې له نورو هېوادونو سره دې حکومت خپلې اړيکې او تعاملات پراخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له مرکزي اسیا او ایران سره ډېرې نېکې اړیکې لري. همدا لازمه ده چې موږ له ګاونډیانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې ولرو. همدارنګه باید هڅه وشي چې له ټولو سیمه ییزو هېوادونو سره نېکې اړیکې ولرو. کله چې سیمه کې ثبات او امنیت وي، نور تصامیم ملي ګټو ته په کتو نیول کېږي.»

په دې برخه کې بیا د حکومت تلپاتې دریځ دا دی چې بهرنی سیاست یې اقتصاد محور دی او پر بنسټ یې له ټولو هېوادونو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

همدارنګه، حکومت د ګاونډيو هېوادونو ترڅنګ، ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې له افغانستانه به ورته هېڅ راز ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist