Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روان کال هلمند کې څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

روان کال هلمند کې څه باندې ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/24

د هلمند ولایت محلي چارواکي وايي، د ولایت اړوند بېلابېلو سیمو کې د ۵۲ پروژو په پلي کولو سره یې سلګونه زره بېوزله کورنیو ته مرستې رسولې دي او په زرګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

چارواکي دغه راز وايي، دا ۵۲ پروژې د بېلابېلو موسسو له خوا د ۳ میلیارده او ۲۸۷ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق شوې دي.

د هلمند اقتصاد ریاست چارواکي وایي، د یادو پروژو له لارې ۱۹۷زره بې روزګاره کسانو سره مرستې شوې چې له ډلې یې نږدې ۵۷ زره کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ورکړل شوې دي.

منیراحمد زغم زیاتوي، په دغو پروژو کې شاوخوا ۲۸ زره کسانو ته د کار کولو فرصتونه برابر شوي او د روغتیا په برخه کې نږدې ۲ میلیونه کسانو ته خدمات وړاندې شوي دي.

د هلمند اقتصاد ریاست مرستیال منیر احمد زغم وايي: « په هلمند ولایت کې په ۱۴۰۴ کال د موسسو له خوا ۵۲ پروژې تطبیق شوې دي. پر دغو پروژو ۴۸ میلیونه ۳۴۱ زره ۵۷۰ امریکايي ډالر لګول شوي. د دغو پیسو معادل په افغانیو ۳ میلیارده ۲۸۷ میلیونه، ۲۲۶ زره ۷۶۰ افغانۍ کېږي.»

د نوموړي په خبره، په همدې موده کې د ولایتي ادارې له لوري هم ۷۷ پروژې وړاندیز شوې وې چې له ډلې یې ۱۷ پروژې منظور شوې دي.

مسوولین دغه راز وایي، د یادو نږدې ټولو پروژو کارونه روان دي او یو شمېر یې بشپړې شوې هم دي.

منیر احمد زغم وړاندې وايي: « په دغو پروژو کې ۱۹۷ زره ۸۹۶ کسانو ته مرستې رسېدلې دي او همدارنګه ۲۷ زره ۹۸۳ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه. همدارنګه د روغتیا په برخه کې د ۱ میلیون ۹۶۲ زره ۲۶ تنو ناروغانو درملنه شوې.»

بله خوا، که څه هم د هلمند اوسېدونکي د دغو پروژو هرکلی کوي، خو ټینګار هم کوي چې لا هم په دې ولایت کې د بنسټیزو پروژو تطبیق ته جدي اړتیا ده.

دوی د ځوانانو لپاره د لا زیاتو کاري فرصتونو برابرولو، د کرنې سکټور پیاوړتیا او د وچکالۍ پر وړاندې مبارزې لپاره د اوبو بندونو جوړولو غوښتنه کوي.

د هلمند اوسېدونکی صالح محمد وايي: « د تېر په پرتله په دې پروژو کې ډېرو خلکو ته کار پیدا شوی. له دولت غوښتنه کوو چې د دې پروژو کچه نوره هم پراخه کړي، ترڅو لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

د هلمند اوسېدونکی عبدالولي وايي: « دا چې له تېرو څو کلنو راهیسې هلمند ولایت وچکالۍ او جګړو ځپلی دی، که لا ډېرې پروژې پلې شي او دغه راز کوچني بندونه جوړ شي، دا به ډېر ښه شي.»

د دغو پروژو د پلي کولو خبره داسې مهال کېږي چې د دې ولایت اوسېدونکي بیا دا باور څرګندوي چې د تلپاتې ودې، کرنې پیاوړتیا او د وچکالۍ اغېزو کمولو لپاره لاډېرو بنسټیزو پروژو ته اړتیا ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist