Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني پولیسو خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد عملیات چټک کړي

پاکستاني پولیسو خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر ضد عملیات چټک کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/16

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابېدو پاکستان کې د افغان کډوالو پر ژوند سیوری غوړولی او دې هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان کډوالو وضعیت لا پسې خرابېږي.

 

بل پلو د پاکستان پولیسو ویلي دي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د افغان کډوالو او هغو کسانو پر ضد څلور قضیې ثبت شوې، چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

پولیسو په بېلابېلو سیمو کې لارې تړلې او پوستې یی جوړی کړي، تر څو د خلکو اسناد په دقیقه توګه وڅیړي.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د جبري ایستلو بهیر او پرله‌‌پسې نیونو له دوامه شکایت او خپل وضعیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي، دوی له پاکستانه هم غواړي چې افغان کډوالو ته مهلت ورکړي څو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان کې افغان کډوال، ملک مجاهد شینواری وایي: « پر افغان کډوالو پرته له هر ډول ثبوت نه فشار راوړل کېږي او پر وړاندې یې متفاوته لړۍ دوام لري. افغان مهاجرین له هر هېواد نه راټولیږي او بیرته افغانستان ته استول کېږي.»

بل لور ته په ایران کې مېشت افغان کډوال هم د پولیسو له بد چلند شکایتونه کوي او وایي د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې. دوی له حکومت او د کډوالو نړیوالو سازمانونو غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

په ایران کې د افغان کډوالو مدافع، محمد خان طالبي په دې اړه وایي: « د افغان کډوالو پر وړاندې دا ډول چلند د هر ډول بشري او قضایي حقوقو سره په تضاد کې دی. په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره باید د کډوالۍ او ټولنیزو اصولو مطابق چلند وشي. »   

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اونۍ مخکې شمشاد سره ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې د افغان کډوالو ستونزې یې له ګاونډیو هېوادونو سره شریکې کړې دي او هغوی ډاډ ورکړی، چې نور به به په خپلو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال نه ځوروي.

مجاهد له پاکستان غوښتنه کړې، چې د کډوالۍ مسئله دې د سیاسي فشار په توګه نه کاروي او له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: « موږ له پاکستان سره سفارتي اړیکې لرو دا ستونزي مو تل هغوي ته رسولي دي هغوي هم کله کله په ستونزو کې همکاري کړی ده د کورنيو چارو وزارت هم اقدامات کړي په عموم کي دومره مهاجر چي چیرته اوسي نو طبیعي ده چې ستونزۍ به خامخا  وي خو بیا زموږ غوښتنه دا ده چې د مهاجرینو موضوع د تجارتي موضوع باندي د فشارعالۍ په توګه ګټه پورته نه شي.»  

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي وو، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵.۴ میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه راستانه کړل شوي دي.

یادې ادارې دا هم ويلي، چې په ورځنۍ توګه د زرګونو کسانو راستنېدو د مرستو رسولو بهیر سخت کړی او په دې برخه کې يې موجوده ظرفیتونه تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.

ملګرو ملتونو له ګاونډيو هېوادونو د راستنو شویو افغانانو ملاتړ لپاره د ۲۱۶ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو په خبره يې تر اوسه د يادې اندازې مرستې يوازې ۸ سلنه ترلاسه شوې ده.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist