Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج‌‌الدین حقاني: د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې اونړۍ له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده

سراج‌‌الدین حقاني: د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې اونړۍ له امنیتي وضعیت سره تړلې مسئله ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/16

د کورنیو چارو وزیر پلازمینه کابل کې د پولیسو یوې فراغتغونډې ته د خبرو پر مهال د افغانستان امنیت او ناامني د سیمې او نړۍ له امنیت او بې‌ثباتۍ سره تړلې مسئله بللې.

 

سراج‌الدین حقاني پر نړۍ غږ کړی، چې افغانستان کې موجوده ثبات او ټیکاو، په لاس ورغلی ښه فرصت وګڼي او داسې تګلارې غوره کړي، چې په دلته له امنیت سره لا زیاته مرسته وکړي.

د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني وایي: « موږ په تکرار دا خبره کړې چې د افغانستان امن د سیمې او نړۍ امن دی او د سیمي ناامني د ټولۍ نړۍ نا امني ده. باید زموږ ګاونډیان او نړیوال د افغانستان اهمیت ته په کتو سره داسې تګلارې او پالیسۍ غوره کړي چې په افغانستان کي له شته امن او ثبات سره مرسته وکړي.»

نوموړي د هېواد په امنیتي برخه کې پر زدکړو او روزنې ټینګار کړی او د دندې پرمهال یې ښه اخلاق د امنیتي پولیسو ځانګړتیا بللې.

د کورنیو چارو وزیر همدا راز؛ پولیس د نظام د امنیتي برخې استازي بللي او له هغوی یې غوښتي چې پر خپلو ناسمو کړنو د نظام پر لمنې تور داغ ونه‌لګوي او د پېغور سبب نه شي. 

د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني وایي: « پولیس باید دې ته متوجه وي چې شخصا دلته د ځان د مطرح کولو په ځای، دوي ټول فکر او سوچ د نظام ارزښتونو ته ورکړي او خپله ستړیا او اهلیت د نظام د لا ښه‌والي لپاره وکاروي. که کله هم خدای مه‌کړه؛ یوه کوچنۍ تېروتنه په نظام کې رامنځته کېږي؛ ته خو به له صحنې څخه ووځي؛ خو دا لوی او عظیم نظام به داغداره شي او خلک به هغه تېروتنه موږ ته د پېغور په ډول باندې مخکې مخکې کوي.»

د چارو شنونکي هم په افغانستان کې اوسنی امنیت نه یوازې د افغانستان؛ بلکې نړۍ لپاره ښه فرصت ګڼي او له اوسني حکومت سره د نړیوال تعامل او اړیکو پیاوړتیا غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم وایي:« له غوره امنیتي وضعیت سره سره اوسني نظام د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق او کارونې پر وړاندې ګړندۍ او ګټوره مبارزه کړي ده. د مخدره توکو د کښت کچه یي صفر ته رسولې او په افغانستان کې یي امنیت تامین کړی دی.»

د کورنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، اسلامي امارت د راغلي امنیت او د روزل شویو پولیسو پر مټ په هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت صفر ته راټیټ کړی دی او د جنايي جرمونو د مخنیوي په برخه کې یې هم د پام‌وړ لاسته‌راوړنې لرلې دي.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist