Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د سره صلیب په مالي ملاتړ د اوبو رسولو د دوو پروژو کار پیل شو.
دا پروژې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸۵۰ کورونو لپاره د پاکو اوبو برابرولو په موخه پلې کېږي.

کندهار کې د سره صلیب استازی عزت الله خالقي وايي: « له دواړو پروژو څخه هدف دا دی چې د نهمې ناحیې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه ورسوو. په لومړۍ پروژه کې به ۸۵۰ کورنیو ته پاکې اوبه ورسول شي؛ په دې پروژه کې ۱۲۵۰ کیلومټره پایپونه شامل دي. بله پروژه په ارغنداب کې د څاه ګانو پروژه ده چې اوبه یې د لمریزې برېښنا په وسیله ایستل کېږي او تر نهمې ناحیې رسول کېږي.»

د کندهار نهمې ناحیې اوسېدونکي چې له کلونو راهیسې د اوبو له سخت کمښت سره لاس په ګرېوان دي او د اقتصادي ستونزو له امله د اوبو پېرلو وس هم نه لري ، د دغو پروژو د پیل هرکلی کوي.

دوی هیله څرګندوي چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به یې ستونزې تر یوه حده هوارې شي، خو غوښتنه کوي چې پاتې کورنیو ته دې هم اوبه ورکړل شي.

د کندهار اوسېدونکی ملا الله داد وايي: « دلته خلک ۱۶۵ متره برمه ووهي، خو بیا هم یو اینچ اوبه ورکوي. د دې ساحې خلک په لاس ګاډو کې له شاه جهان پمپ څخه اوبه راوړي. موږ د دې پروژې له پلي کېدو څخه ډېره مننه کوو.»

د کندهار اوسېدونکی عبدالقدوس وايي: « د دې ځای اوسېدونکي بېوزله او غریبکار دي او د ځان لپاره د برمې کیندلو وس نه لري. اکثریت خلک په لاس ګاډو کې له نورو ځایونو اوبه راوړي، خو ځینې کسان بیا په ټانکرو کې اوبه راوړي.»

د کندهار اوسېدونکی داد محمد وايي: « زموږ خلک د اوبو له پلوه سخت په تکلیف دي. که خدای کول له دې پروژې سره به هوسا شي.»

د کندهار د اوبو رسولو ریاست مسوولین بیا په ښار کې د څښاک اوبو د شبکې پراخولو خبره کوي او  وايي، د ښار له۱۰۳ زره کورونو څخه یوازې ۱۶ زره کورونه د اوبو رسولو شبکې ته لاسرسی لري، خو هڅه کېږي چې دا شبکه پراخه شي.

د کندهار اوبو رسولو ریاست تخنیکي آمر  انجینر مومن خان داودزی وايي: « په کندهار ښار کې شاوخوا ۱۰۳ زره کورونه دي چې له ډلې یې موږ شاوخوا ۱۶ سلنه د ټول ښار تر پوښښ لاندې لرو. همدارنګه ځینې شخصي کمپنۍ هم شته، لکه د عینو مېنې د اوبو شبکه چې د اپکو کمپنۍ له خوا یې خدمات وړاندې کېږي. په راتلونکي کې پلان لرو چې ټول ښار تر پوښښ لاندې ونیسو.»

د یادونې وړ ده چې په کندهار کې بې‌ساري وچکالۍ ګڼ شمېر کورنۍ د اوبو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

د کندهار د کرنې ریاست د مسوولینو په خبره، د وچکالۍ د کمېدو لپاره ۲۸۰ میلي‌متره ورښت ته اړتیا ده، خو تر اوسه په دې ولایت کې شاوخوا ۱۰۰ میلي‌متره ورښت ثبت شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist