Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول

په څرخې پله زندان کې بندیانو ته د حرفوي زده کړو کورسونه پیل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

څرخي پله زندان کې د پوهنې وزارت په همکارۍ او د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ ۱۲۰ تنو بندیانو ته په څلورو برخو کې درې میاشتنیو حرفوي زده‌کړو کورس پيل شو.

چارواکي وايي، د اسلامې امارت په راتګ سره زندانونه د بندیانو لپاره په مدرسو او پوهنتونونو بدل شوي او په تېرو څلورو کلونو کې يې سلګونه کسانو ته عصري، دیني او مسلکي زده‌کړې ورکړې دي.

د چارواکو په خبره، زندانونو کې بندیانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې دي او هر مسوول له زندانیانو سره د ناسم چلن په صورت کې له دندې ګوښه کېږي.

د زندانونو چارو سمون ادارې ریيس محمد یوسف مستري وايي: « عدالت دا دی چې که زه له یوه بندي سره ظلم وکړم یا یې حق وخورم، زه هم باید دلته بندي شم.»

ځينې نور چارواکي بيا هيله‌ لري چې له زندانونو خوشي شوي کسان به اوس مهال پر خپل زده‌کړي مسلک بوخت وي او خپل شخصي کاروبار به لري.

د زندانونو چارو سمون ادارې د دفتر رییس رحمت الله ګلزار وايي: « موږ په دې کار کوو چې دلته په هر جرم راغلي بندیان چې کله له دې ځایه ازادېږي، دلته په زندان کې د زده کړي مسلک اړوند وسایل ورکړو، ترڅو په خپل کور کې په کار بوخت شي.»

 بله خوا،  د خیریه بنسټ مسوولان ډاډ ورکوی چې له زندانیانو سره هر ډول مرستو ته چمتو دي او له ازادۍ وروسته به ورته د کاروبار اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د خیریه بنسټ مسوول ولید خان وايي: « زه تاسو ته ډاډ درکوم چې لکه څرنګه چې هڅه کېږي دلته د زندان په داخل کې تاسو ته د کار زده کولو زمینه برابرېږي، موږ هڅه کوو له دې ځایه له خوشي کېدو وروسته د کار موندلو په برخه کې هم له تاسو سره مرسته وکړو.»

چارواکي دغه راز زیاتوي، په اکثریت ولایتونو کې د زندانونو لپاره لويې ودانۍ جوړوي، داسې چې په ټولو عصري وسایلو به سمبال وي. دوی زندانیانو ته ډاډ ورکوي چې دوسيې يې پر وخت څېړل کېږي او له خوشي کېدو وروسته به د خپل مسلک اړوند برخو کې ورته په دولتي او نا دولتي ادارو کې کاري فرصتونه هم برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist