Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/11

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې پروسې د خصوصي سکټور  کاري ډلې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې پر لاسته راوړنو سربېره، د خصوصي سکټور د ودې او شمولیت او همداراز په چارو کې د همغږۍ او شفافیت پر رامنځته کولو بحثونه وشول.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په دې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت(یوناما) په مشرۍ جوړه شوی وه، ښکېلو اړخونو له خصوصي سکټور ملاتړ څرګند کړ او له یاد سکټور سره یې د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.

د بهرنیو چازو ورازت ویاند ضیا‌ء احمد تکل وايي: « همداراز ګډونوالو هم په خپل وار د اسلامي امارت د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د خصوصي سکټور د حمایې په برخه کې د خپلو ترسره کړو همکاریو یادونه وکړه او د دوامدارې همکارۍ لپاره یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه. ټولو اړخونو ننګونو ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه وکړل او په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو.»

یوناما بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې او خصوصي سکټور د پیاوړتیا پر څرنګوالي هم خبرې شوې دي.

په دې اړه د یوناما په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې ناسته کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې پرمختګونه او لاسته راوړنې ارزول شوې دي.

د یوناما راپور دغه راز زیاتوي: « د نشه یي توکو  پر وړاندې مبارزې کاري ډلې د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چې مخکې یې عواید د کوکنارو په کښت او د افیمو په غیر قانوني تجارت متکي وو، د نشه یي توکو د کارولو مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې او همداراز د نشه یي توکو د تولید او تجارت د مخنیوي لپاره د قانون پلي کولو لپاره د افغانستان او نړیوالې ټولنې هڅې و ارزول شوې.»

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د دغو ډلو د راتلونکو بحثونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو یوناما بیا په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې ناسته کې په دواړو برخو کې د افغانانو د ملاتړ لپاره لومړیتوبونه په نښه شول،  د ښکېلو خواو ترمنځ د تماسونو او خبرو په زیاتوالي ټینګار وشو.  د یوناما په خبرپاڼه کې د ټولنې په اقتصادي ثبات کې د خصوصي سکټور رول خورا مهم بلل شوی.

په ورته وخت کې د چارو شنونکي هم ورته نظر لري او وايي، په ټولنه کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره په کار ده چې بهرنۍ پانګونه جلب شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « هیله ده چې د دوحې فارمټ غونډه چې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما په ګډون ترسره شوې، دېته موقع برابره کړي چې سیمه ییز او نړیوال پانګوال وکولی شي د افغانستان په بیارغونه او د خلکو د ستونزو په کمولو کې رغنده رول ولوبوي.»

شنونکي په دې باور دي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د تولید او قاچاق په ضد ریښتنې مبارزه کړې او نړیواله ټولنه باید هغو بزګرانو ته د بدیل معیشت امکانات برابر کړي چې مخکې یې عواید د نشه یي توکو له تجارت سره تړلي وو.

دوی په ورته وخت کې د دوحې پروسې د پرېکړو پلي کول هم مهم بولي او وايي، له دې سره به له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت اړیکې نورې هم پیاوړې شي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist