Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري

بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/11

کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د دې هېواد د اسلامي انقلاب د بریا ۴۷مه کالیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځه.

کابل کې د ایران شاژدافیر د سيمې ټيکاو لپاره د خپل هېواد سياست متوازن بولي او زياتوي چې افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ پياوړتيا لپاره د ایران په بهرني سياست کې ځانګړی ځای لري.

کابل هم له تهران سره خپلې اړيکې يوه نوي پړاو ته داخلې شوې بولي او وايي، دواړه لوري باور لري چې له همکارۍ پرته يې سيمه‌ييزه پراختيا او ټيکاو ناشوني دي.

کابل کې د ایران شارژدافیر علي رضا بیکدلي وايي: « د ایران ولسمشر ډاکټر پزشکیان د دولت بهرنی سیاست متوازن، نرم، ځیرک، د ګاونډیتوب او سیمه ییزې همکارۍ اصولو ته ژمن دی. افغانستان په دې برخه کې ځانګړی ځای لري. د تېر کال په اوږدو کې د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا په یوه منسجم چوکاټ کې هر اړخیزې همکارۍ تعقیب شوې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معين محمد نعیم وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ یوه نوي پړاو ته ننوتې دي. دغه پړاو له هر بل وخت څخه زیات واقعیت لیدنې، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او د دواړو ملتونو او هېوادونو پر ګډو ګټو تمرکز ته اړتیا لري. دا تعاملات څرګندوي چې دواړه لوري په دې باور دي چې د سیمې تلپاتې ثبات، امنیت او پراختیا د کابل او تهران ترمنځ له همکارۍ پرته ناممکن دي.»

ايراني ډېپلوماټان زياتوي، افغانستان او ایران د اوبو، انرژۍ، سوداګریزو لارو، اوسپنې پټلۍ او ټرانزیټ په پراختيا او د نشه‌یي توکو، انساني قاچاق او ترهګرۍ  پر وړاندې مبارزې کې نږدې همکاري لري.

کابل بیا وايي، تهران يې له مهمو سوداګریزو شریکانو دی او ټرانزیټي اسانتیاوې او له بندرونو ښه ګټه اخستنه هغه مسایل دي چې د دواړو هېوادونو د پام وړ دي.

په کابل کې د ایران شارژدافیر علي رضا بیکدلي وايي: « د افغانستان خلکو او دولت زموږ پر هېواد د اسراییلو او امریکا د برید پرمهال، د تېري غندلو او له سولې څخه د ملاتړ په تړاو د ورورګلوۍ دريځ خپل کړ او دغه کار د ایران د خلکو او حکومت له خوا وستایل شو. دواړه هېوادونه د اوبو، انرژۍ، لارو، رېل کرښو، ټرانزیټ، عباس او چابهار بندرونو ته د لاسرسي، سرحدي مسایلو، د انسان او نشه يي توکو له قاچاق او دغه راز ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مخ پر ودې همکارۍ لري.»

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معين محمد نعیم وايي: « ایران لاهم په تجارتي او اقتصادي حوزه کې د افغانستان مهم شریک دی. د تجارتي راکړه ورکړې زیاتېدل، د ټرانزیټ اسانه کول، له بندرونو او ټرانزیټي لارو څخه اغېزناکه ګټه اخستنه،  د رېل کرښو پراختیا، د انرژۍ او کانونو په برخه کې همکاري د هغو زمینو له ډلې څخه دي چې په دې وروستیو کې جدي پاملرنه ورته شوې او د لا ډېرې پراختیا لپاره هم ظرفیت لري. په امنیتي برخه کې، دواړه هېوادونه د امنیت ټینګولو، د نشه يي توکو له قاچاق او تنظیم شویو جرمونو سره مبارزې په برخو کې مشترک درک لري.»

باور بیا دا دی چې په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان او ایران دواړه  له نړیوالو سیاسي او قتصادي بندیزونو سره مخ دي، مهمه دا ده چې یو بل سره نږدې او مثبتې اړیکې لا پسې پراخې کړي.

تحلیل کوونکي له ایران سره سیاسي، سوداګريزې او ټرانزیټي اړیکې نه یوازې د کابل بلکې د تهران په ګټه هم بولي.

پخوانی جهادي مشر ذبیح الله مجددي وايي: « دا زموږ لپاره یوه حیاتي موضوع ده چې زموږ خپلو ټولو ګاونډیانو او په ځانګړې توګه ایران سره ښه تعلقات ولرو. زه هیله لرم چې د دواړو هېوادونو سیاسي رهبران دې موضوع ته پاملرنه وکړي او د پرمختګ لپاره یې لا ډېر کار وکړي.»

د ایران خلکو په ۱۳۵۷ کال د سید روح‌الله خمیني په مشرۍ د شاهي نظام پر وړاندې چې مشري یې رضا شاه پهلوي کوله، خپل اسلامي انقلاب بریا ته ورساوه او نن یې ۴۷ کالیزه ونمانځل شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist