Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د پاکستان له لوري په خپله خاوره او خيبرپښتونخوا کې له افغانانو سره د روان زور زیاتي په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) موندلې چې د پاکستان پر خاوره او خیبرپښتونخوا مېشت افغانان هلته له خپلو حقه او اساسي حقونو بې برخې کړای شوي دي.

د يادو موندنو له مخې، د ملګرو ملتونو يادې ادارې دا هم ويلي چې حقونو ته له لاسرسي نه لرلو سربېره، افغان کډوال له سختو امنيتي او ټولنيزو ستونزو سره هم مخ دي.

د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپاکېنډلر وايي: « په پاکستان کې افغان کډوال خپلو بنسټیزو حقوقو ته لاسرسی نه لري. دوی په دې هېواد کې له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي. د دوی له حقونو ملاتړ او د انساني کرامت ساتل یې مهم دي. ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره په همکارۍ د دوی د حقونو خوندي کولو هڅه کوي.»

په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان حکومت ورسره ناسم چلن کوي او په دې ساړه ژمي کې يې د دوی جبري ایستلو لړۍ لا چټکه کړې ده.

دوی د کډوالو او بشري حقونو له مدافع نړیوالو بنسټونو غواړي چې ستونزې یې حل کړي او  پاکستان ورسره له ناسم چلن را وګرځوي.

پاکستان مېشت افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « پاکستان افغان مهاجرینو ته په خپله خوښه ځای ورکړی او دا یې منلې وه چې په زور به یې نه وباسي. د افغان کډوالو په زور شړل له نړیوالو اصولو او بشري حقونو سرغړونه ده. موږ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوو چې د پاکستان د زور زیاتي مخنیوی وکړي او د افغان کډوالو غم وخوري.»

بله خوا، ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا هېواد غواړي هغه ۱۹ زره ۹۷۳  افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې امریکا ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت دي.

د دې راپورونو له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ياد شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه ټولو ایالتي حکومتونو ته د لیکونو په استولو سره سپارښتنې هم کړې دي.

څارونکي بیا وايي، پاکستان تل د افغانانو پر وړاندې دوه مخی چلن کړی او د دوی له ناسمو سیاستونو افغان کډوال هم خوندي نه دي پاتې.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان تل له افغانانو سره دوه مخی چلن کړی. د دوی له ظالمانه سیاستونو افغان کډوال هم نه دي خوندي. دوی هلته مېشت کډوال وهلي، رټلي او بندیان کړي دي. پاکستان تل د کډوالۍ اصول نقض کړي، له بشري حقونو یې سرغړونه کړې او له افغان مهاجرینو سره ظالمانه چلن لري.»

له ۲۰۲۳ کال راهیسې پاکستان په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل کړه. د اخراج پرمهال يې پانګې ترې ګرځولې دي او ان د خپل کور وسایلو راوړلو ته یې هم نه دي پرېښي. له افغان کډوالو سره د پاکستان دا چلن د سیمې او نړۍ په کچه غندل شوی هم دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist