Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

په افغانستان کې د جاپان سفارت د دې هېواد د نړۍوالې همکارې ادارې یا جایکا له لارې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ له صندوق سره ۶.۳ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

دغه مرسته په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین او د دې ویروس د خپرېدا مخنیوي په موخه کیږي، چې یونېسف ته د ګوزڼ ضد واکسین د پيل امکان برابروي او شاوخوا ۱۷ میلیونه ماشومانو تر پوښښ لاندې راوړلي.

د جاپان سفير په دې اړه د هوکړه لیک په مراسمو کې دغه مرسته په پولیو د افغان ماشومانو له اخته کېدو څخه د مخنیوي په برخه کې د خپل هېواد د هڅو دوام یادوي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو وايي: (( جاپان پرېکړه کړې چې د جاپان نړۍوالې همکارې ادارې له لارې دې پروژې ته چې د روانې میاشتې څخه د یونېسف له خوا پیلیږي څه باندې ۲۶ اعشاریه ۶ میلیونه ډالره مرسته وکړي د دې پروژې هدف د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د منظم واکسناسیون او ملي کمپاینونو لپاره د خولې له لارې د پولیو ترسره کېدونکي واکسین څخه د بې ځنډه اکمال ډاډ تر لاسه کول دي چې په ټولنیز ډول به له ۷۰ میلیونه ډېرې نجونې او هلکان تر پوښښ لاندې راولي. ))  

ملګري ملتونه بيا افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه یادوي، چې لاهم د ګوزڼ ویروس پکې د خپرېدا په حال کې دی او د مالوماتو له مخې يې، د ۲۰۲۵ز کال تر پایه يوازې په افغانستان کې د ګوزڼ لس مثبتې پېښېثبت شوي.

ياد سازمان هېواد ته د میلیونونه افغان کډوالو له بېرته راستنېدو او په ختیځ کې له مرګونو وروستیو زلزلو وروسته، چې د ګوزڼمثبتو پېښو احتمال یې لوړ کړی؛ دغه مرسته د پولیو په کابو کولو او له منځه وړلو کې موثر اقدام ګڼي.

په افغانستان کې د یونېسف استازيمرستیاله انډریا جیمز څرګندوي: (( که څه هم د پولیو په له منځه وړلو کې پرمختګ شوی؛ خو افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې لاهم د وحشي پولیو ویروس پکې خپرېږي. په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې، چې په ۲۰۲۴ز کال کې ۲۵ وې، د ۲۰۲۵ز کال تر ډيسمبر پورې لسو هغو ته راکمې شوي. خو تر هغې چې دغه ویروس په لوړ خطر لرونکو سیمو کې موجود وي، هر قضا شوی واکسین ماشومان له ګواښ سره مخولای شي او هغه تېرې لاسته راوړنې ګواښلای شي، چې موږ ورته د رسېدا لپاره ډېر هڅې کړي.))

بل پلو افغانستان کې د جاپان د نړيوالې همکارې ادارې رئيس وايي، دې ادارې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې په هېواد کې د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې او د روغتیايي سیسټم په پیاوړي کولو کې کار کړی او د ساري ناروغیو د روغتون جوړولو او د نري رنځ ضد اقداماتو په څېر برخو کې یې هڅې روانې کړي.

د جاپان همکارې ادارې رئيس سوتا توساکا زیاتوي: (( ‍په ننني نوې هوکړه‌لیک کې به جایکا له یونېسف سره د پولیو د له منځه وړلو او منظم واکسیناسیون د لاپياوړتیا په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. څو ماشومانو لپاره د واکسیناسیون باکیفیته خدمتونو ته عالانه لاسرسی ممکن شي. په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل شونې ده. زه هیله لرم چې دا نوی نوښت به دې مهمې موخې ته د رسېدا په لار کې مرسته وکړي.))

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې په افغانستان کې د ګوزڼ په له منځه وړلو کې د نړۍوالو مرستو دوام مهم یاد کړی او د يادو مرستو پر دوام يې ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist