Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د دوی د محتسبینو له خوا له بشري حقوقو څخه د سرغړاوي په اړه د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) وروستی راپور له واقعتونو لري بولي.

د دې وزارت مسوولین وايي، د دوی ټول محتسبین د هېواد د قوانینو، شرعي او اخلاقي اصولو او اسلامي قوانینو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کوي او هېڅکله د دغو قوانینو په خلاف عمل نه کوي.

د دې وزارت ویاند زیاتوي، د بشر حقوق او په تېره بیا د ښځو او نجونو حقوق د اسلامي او شرعي اصولو په رڼا کې خوندي دي او خلک باید د نړیوالو ادارو په دې ډول راپورونو باور ونه کړي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خیبر وايي: «  د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د یوناما د وروستي راپور په اړه چې په کې د نیونو، ناوړه چلن او محدودیتونو په تړاو بې مانا او له حقیقت څخه لرې ادعاوې مطرح شوې دي، له واقعیتونو لرې بولې او په کلکه یې ردوي. زموږ د محتسبینو ټول فعالیتونه د اسلامي شریعت او د هېواد نافذه قوانینو او اخلاقي اصولو پر بنسټ ترسره کېږي. زه په ډاډ سره وایم هېڅ داسې اقدام نه دی شوی.»         

دا غبرګون یوه ورځ وروسته له هغې څرګند شوی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) د یوه راپور په خپرولو سره د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبین د ښځو او نجونو له حقوقو څخه په سیسټماټیک سرغړاوي تورن کړل.

سیف السلام خیبر وايي، د روان لمریز کال په سلواغی میاشت کې د ښځو او نجونو له حقوقو سره تړلې ۳۷۰ دوسیې هوارې شوې د، ۵۳ اجباري ودونو مخنیوی شوی او د کورني تاوتریخوالي  ۱۲۸ پېښو مخه نیول شوې ده.

سیف السلام خیبر په دې اړه وايي: « د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د تېرې مرغومي میاشتې په اوږدو کې د ۵۳ اجباري نکاح ګانو او د ۱۲۸ کورني تاوریخوالي پېښو په ګډون د ښځو د حقونو اړوند ۳۷۲ قضیې حل کړې دي. یاد وزارت ډاډ ورکوي چې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او چاته به اجازه ورنه کړي چې داسې کړنې ترسره کړي چې له امله یې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې شي.»

په ورته وخت کې شنونکي بیا دا باور څرګندوي چې د یوناما په ګډون یو شمېر نورې ادارې چې د بشري حقوقو په برخه کې فعالیت کوي، تل د خپلو اهدافو د پلې کولو لپاره دا ډول ادعاوی کوي.

د چارو شنونکی زلمی افغانیار  وايي: « له بده مرغه په تېرو ۴ کالو کې د یوناما هر هغه راپور چې د افغانستان په اړه یې خپور کړی، تر ډېره یې مغرضانه اړخ درلود. که چېرې دوی واقعا ً بشري حقونو او انسانیت ته اهمیت ورکوي، د فلسطین د خلکو په اړه څه پیغام لري.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ۱ زر ۵۷۰ اجباري ودونو مخنیوی شوی او د ښځو د حقوقو په تړاو شاوخوا ۶ زره دوسیې حل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist