Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/09

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت(یوناما) د بشري حقونو څانګې د پاکستان له لوري د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ملکي افغانانو ته اوښتې مرګ ژوبله مستند کړې او د ۲۰۲۵زېږدیز کال په وروستیو درېيو میاشتو کې يې په هوايي او توغندیزو بریدونو کې افغانانو د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې خپرې کړې دي.

یوناما په خپل راپور کې له سیمې د کره معلوماتو پر بنسټ ویلي، پاکستان د تېر کال په اکټوبر، نومبر او ډسمبر کې ۵۴۷  افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو لویه برخه مرګ ژوبله چې ۵۰۳ تنه ښودل شوي، د اوکټوبر له لسمې تر اوولسمې نېټې او د تاوتریخوالي په اوج کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، د دې ترڅنګ پاکستان په تېر کال کې ټولټال ۶۱۳ افغانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو دا شمېرې بیا په تېرو ۵ کلونو کې نږدې ۱ زر ۶۰۰ تنه دي چې تېر کال د ریکارډ کچې ته رسېدلې ده.

د یوناما د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د ۲۰۲۵ زېږدیز کال وروستیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د پاکستاني پوځي ځواکونو له لوري د ۷۰ تنو ملي وګړو وژل او د ۴۷۷ نورو ټپي کېدل مستند کړي.»

په راپور کې راغلي، د پاکستان پوځ د پلازمېنې کابل په ګډون په پکتیا، کونړ، هلمند، خوست، پکتیکا او کندهار کې ملکي کورونه او ملکیتونه بمبار او یا په توغندیو ویشتلي چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ يې ځینو قربانیانو ته دایمي معلولیت هم پېښ کړی، کورونه یې ویجاړ کړي، له رواني ناروغیو سره یې مخ کړي او له خپلو مېنو څخه یې بېځایه کېدو ته اړ کړي دي.

د راپور پر بنسټ، پاکستان د اکټوبر په ۱۵مه له اوربند وروسته هم درې ځله ياد اوربند مات کړی او په خوست، پکتیکا او کندهار کې یې ملکیان هدف ګرځولي دي.

د یوناما په راپور کې زیاته شې: « د اکټوبر پنځلسمې په ماښام د افغانستان اوسنیو چارواکو او د پاکستان حکومت د اوربند اعلان وکړ. … یوناما د اوربند له اعلان وروسته هم د کرښې په اوږدو کې په ډزو او هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله مستند کړې ده.»

اسلامي امارت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د راپور دا برخه تاییدوي او وايي، پاکستان له افغان سره په نښتو کې ملکي سیمې په نښه کړې او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې ګڼ شمېر کسان ژوبل او په شهادت رسولي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د ملکي تلفاتو په اړه د راپور یاده برخه له شته واقعیتونو سره ډېر اړخ لګوي او په تأسف سره موږ منو چې لسګونه بې ګناه ولسي وګړي چې اکثریت ښځې او ماشومان وو، د پاکستان د پوځ له لوري په نښه شوي وو.»    

د چارو شنونکي له افغانستان سره په نښتو او جګړو کې د پاکستان له خوا د افغان ملکیانو او عامو وګړو هدف ګرځول د بشري حقونو له نړیوال اصولو سره په ټکر کې بولي او له نړیوالو بنسټونو د مقابل لوري د مسوول ګرځولو غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « که ملګري ملتونو او یوناما غواړي د دغو جنګي جنایتونو مخنیوی وکړي، باید پاکستان په دې اړه نړیوالې محکمې ته کش کړي او د تېرو څو لسیزو بشري جنایتونو په تړاو پوښتنې ترې وکړي.»     

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت وايي، د نړیوالو بشري حقونو له مخې د شخړو ښکېل اړخونه اړ دي چې د پوځیانو او ملکي کسانو ترمنځ توپیر ته ژمن پاتې شي. یاد حقونه هغه ټول بریدونه منع کوي چې عام خلک او ملکي سیمې په کې خوندي نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist