Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/09

په خوست کې له حرفوي زده کړو د یادو فارغو شویو کسانو د فراغت مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، هر کال په هېواد کې لسګونه زره ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي پروګرامونو فارغېږي، ترڅو د بې‌ کارۍ له کمولو، ځوانانو او کورنیو ته د ځان‌ بسیا ژوند برابرولو برخه کې مرسته وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزی وايي: « اسلامي امارت پلان لري هغو مهاجرینو ته د مسلک او حرفې ور زده کولو لومړیتوب ورکړي چې له ګاونډیو او لرې هېوادونو څخه راځي او دلته یې ځوانان بې کاره وي. زموږ هڅه دا ده چې دوی ته د حرفې زده کولو زمینه برابره کړو.»

نوموړی همداراز زیاتوي، هغه کسان چې پخوا په نشه‌یي توکو روږدي وو او د ټولنې پر اوږو بار ګڼل کېدل، د دغو پروګرامونو له لارې روزل کیږي چې له مخې یې تر دې دمه شاوخوا ۱۰ زره پخواني معتادین له حرفوي زده کړو فارغ شوي او اوس د کار او عاید خاوندان دي.

مولوي محمد زاهد احمدزی زیاتوي: « تر اوسه پورې ۱۰ زره هغه کسان فارغ شوي چې تر دې وړاندې د ټولنې په اوږو بار وو، خو اوس د کار او کسب خاوندان دي.»

په همدې حال کې فارغ شوي کسان د یاد پروګرام ستاینه کوي او وايي، دا زده کړې به د دوی لپاره د کار موندنې او د عاید ترلاسه کولو لپاره مهم فرصت وي. دوی هیله څرګندوي چې د همدې مسلکي زده کړو له لارې به وکولی شي د خپل ځان او کورنۍ د نفقې برابرولو برخه کې ستونزې راکمې کړي.

له حرفوي زده کړو فارغ شوی خالد منګل وايي: « ما دې کار ته ډېره اړتیا لرله، زه له دې وړاندې اېله وم او نه شو کېدای دا ډول کسب زده کړم. اوس مې کسب زده کړی او کولی شم د خیاطۍ مسلک له لارې خلکو ته جامې وګنډم.»

له مسلکي زده کړو فارغ شوی کریم الله وايي: « د کمپیوټر برخه ډېره مهمه ده او ما اوس دا هنر زده کړی. زه به انشاالله د کور تر ۸۰ سلنو اړتیاوې له دې لارې پوره کوم. زه به راتلونکي کې هم هڅه کوم خپل مسلک ته وده ورکړم او نور څه هم زده کړم.»

فارغ شوی علي شاه خان وايي: « غوښتنه مې دا ده چې له موږ سره راتلونکي کې هم دا ډول مرستې وشي، ځوانان په کار او کسب بوخت شي او له نشه يي توکو را وګرځي.»

د موټرسایکل ترمیم، موبایل ترمیم، کمپیوټر، د تعمیراتو د برېښنا لینونو غځول، خیاطي او د لبنیاتو پروسېس هغه شپږ بېلابېلې برخې دي چې یادو کسانو په کې مسلکي روزنه ترلاسه کړې ده. چارواکي ډاډ ورکوي چې د دغو پروګرامونو له لارې به راستنېدونکو افغانانو، معلولینو او زندانیانو ته هم د حرفوي زده کړو او سالمو مصروفیتونو زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو
افغانستان

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

فبروري 26, 2026
پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل
افغانستان

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

فبروري 26, 2026
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي
افغانستان

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

فبروري 26, 2026
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي
افغانستان

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

فبروري 26, 2026
د ترکیې سرې میاشتې له بېوزله افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
افغانستان

د ترکیې سرې میاشتې له بېوزله افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

فبروري 26, 2026

وروستي خبرونه

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

فبروري 26, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

فبروري 26, 2026
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

فبروري 26, 2026
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

فبروري 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist