Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/04

د جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې د یوه پارک جوړېدو چارې د تېر حکومت پرمهال د نړیوال بانک په مالي لګښت پیل شوې وې، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې کارونه درېدلي وو  او اوس د جلال اباد ښاروالۍ په خپله بودیجه تکمیلېږي.

مسوولین وايي، له دې پارک سربېره په ښار کې د درېیو نورو پارکونو جوړېدو چارې هم پیل شوې دي.

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس انجینیر  وحید الله مخلص وايي: « په دې پروژه کې موږ سره څلور پارکونه دي چې یو یې د عبدالحق مېنې پارک، بل انعکاس پارک او دوه نور هم په ۱۶ فامیلیو کې دي. په دې پارکونو کې ۹ زره متره پلې لارې او سنګ کارۍهم شته؛ همدارنګه د هر پارک لپاره بورویل، د آبیارۍ سیسټم، کانکرېټي څوکۍ، د ماشومانو  لپاره د لوبو ځایونه، زینتي بوټي او کټارې شامل دي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکي خوښ دي چې د سیمې د ښکلا  او خلکو د تفرېح په موخه پارکونه جوړېږي، خو ټینګار کوي چې ښار کې د ټولو هغو پارکونو کارونه باید بشپړ شي چې چارې یې نیمګړې پرېښودل شوې دي.

د جلال اباد اوسېدونکی محمد اصف وايي: « له پارک سره دا سیمه ښایسته کېږي، هوا او چاپېریال ورسره پاکېږي او د خلکو روغتیا ته ګټه رسوي. بله خبره دا ده چې د ښار په ځینو سیمو کې یو شمېر پارکونه نیمګړي پاتې دي؛ موږ له ښاروالۍ هیله لرو  چې د دې پارکونو کارونه بشپړ کړي.»

د جلال اباد اوسېدونکی شېرمحمد وايي: « له دې وړاندې نړیوال بانک د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې یو شمېر پروژې لرلې، خو د اسلامي امارت په راتګ سره یې کارونه پرېښودل او نیمګړې پاتې شوې. له ښاروالۍ څخه مننه کوو چې د دغو پروژو د بشپړولو کارونه یې بېرته پيل کړل.»

د جلال اباد ښاریان دغه راز وايي، ننګرهار کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د لسګونه پلې کېدونکو پروژو چارې په ټپه ولاړ دي او غوښتنه یې داده چې حکومت او یا خپله نړیوال بانک باید دا پروژې بشپړې کړي.

د جلال ابا ښار اوسېدونکی تسلیم ذکي وايي: « د تېر نظام یا جمهوریت پرمهال نړیوال بانک ډېرې پروژې لرلې، خو د جمهوریت له سقوط سره پروژې هم په ټپه ودرېدې. له اسلامي امارت او نړیوال بانک غوښتنه کوو چې دا پروژې بېرته پیل کړي؛ ځکه دا پروژې عام المنفعه دي او ټولو ته یې ګټه رسېږي.»

د جلال اباد ښار  اوسېدونکی خپلواک وايي: « له حکومتي چارواکو او ترڅنګ یې نړیوال بانک څخه دا غوښتنه لرم چې په خپلو نیمګړو پروژو کارونه بېرته پیل کړي، ترڅو بشپړې او خلک ترې ګټه واخلي.»

د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو د بېرته پیل کېدو او بشپړېدو غوښتنه داسې مهال کېږي چې یاد بانک په تېرو دوو لسیزو کې د بنسټیزو، پوهنیزو، روغتیا او عامه خدمتونو د پراختیا لپاره هېواد کې د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د پروژو چارې پیل کړې وې، خو د جګړو، امنیتي ستونزو او حکومت د بدلون له امله ډېری دا ډول پروژې نیمګړې پاتې شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist