Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د مزار شریف ښار شمال لوېدیځ څنډه کې د حاجي فضل احمد عمر ښارګوټی په ۸ زره جرېبه ځمکه جوړېږي.

د افغان پانګوال له لوري د دې ښارګوټي د جوړولو  اقدام داسې مهال شوی چې په مزار شریف ښار کې ورځ تر بلې نفوس زیاتیږي، حال دا چې لپاره یې په ښار کې کافي امکانات نه شته.  

د ښارګوټي مسوولین وايي، د دې ښارګوټي له جوړولو  یې یوه موخه په مزار شریف ښار کې د ګڼه ګوڼې کنټرول، له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه را ستنو شویو کډوالو ته په مناسبه بیه د سرپناه برابرول ده.

د حاجي فضل احمد عمر ښارګوټي عمومي مدیر بهرام پویا سلطاني وايي: « دا ښارګوټی پر شاوخوا ۸ زره جرېبه ځمکه جوړېږي. د دې ښارګوټي نقشه د ښار جوړونې وزارت له خوا منظوره شوې او په خدماتو کې یې برېښنا، معیاري سړکونه، اوبه او نور شامل دي.»

د ښارګوټي مسوولین دغه راز واييې، د ښارګوټي لپاره معیاري سړکونه، تفریحي پارکونه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او د برېښنا او اوبو رسولو ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د دوی په وینا، خلک کولی شي پرته له کومې ستونزې په دې ښارګوټي کې په قانوني ډول نمرې وپېري.

د حاجي فضل احمد عمر ښارګوټي عمومي مدیر  په دې اړه وايي: « په دې ښارګوټي کې په پام کې نیول شوي عام المنفعه خدماتو کې جوماتونه، دیني مدرسې، ښوونځي، امنیتي حوزه، پارکونه او نور شامل دي.»

د ښارګوټي د ساختماني چارو انجنیر  خیبر وايي: « موږ په دې ښارګوټي کې ټولې ودانۍ په ستندرد بڼه جوړوو او نه غواړو چې زموږ ښارګوټی بدنام شي. موږ دا کورونه د بازار په پرتله په ټیټه بیه ورکوو، حال دا چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.»

د مزار ښار ګڼه ګوڼې او ورځ تر بلې د نفوسو زیاتوالي ښاریان اندېښمن کړي.

که څه هم ښاریان د داسې ښارګوټو پرانستلو هرکلی کوي خو وايي، له موجوده ستونزو څخه د وتلو اساسي لار د ماسټر پلان جوړول دي.

د مزار شریف ښار  اوسېدونکی احمد محسیني وايي: « د نویو ښار ګوټو یو ښه والی دا دی چې له ښار څخه د نفوس په ایستلو کې مرسته کوي. له دې سره خلک کولی شي په ټاکلي وخت خپلو کارونو ته ورسېږي.»

د مزار شریف ښار اوسېدونکی اسحق علي زاده وايي: « د مزارشریف ښار له نن څخه سل کاله وړاندې د هغه وخت نفوس ته په کتو ډیزاین شوی. هغه مهال ښايي په دې ښار کې تر ۲۰۰ زرو خلک اوسېدل مګر اوس له یونیم میلیون څخه زیات خلک په کې اوسېږي. دا ښار  پراختیا ته اړتیا لري.»

بله خوا، د بلخ ولایت ځايي چارواکي  بیا وايي، د مزارشریف ښار د پراختیا لپاره ځانګړي پلانونه جوړ شوي چې په عملي کېدو سره به يې د ښار په مرکزي سیمو کې ګڼه ګونه کمه او ښاري خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی پراخ شي.

د مزارشريف ښاروالۍ د سکټوري چارو رییس جاوید مایار وايي: « مزار شریف ښار ته ډېر زیات کډوال راغلي او له ستونزو سره مخ دي. موږ د دې لپاره کار پيل کړی او ډېر صنفونه مو له ښار څخه د باندې انتقال کړي، مګر د ټولو ستونزو هواری وخت ته اړتیا لري. د ښاري پراختیا پلان په منظم ډول تر تطبیق لاندې دی او  په نږدې راتلونکي کې به ښار منظم شي.»

 د معلوماتو له مخې، مزارشريف ښار ټولټال شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره مربع پراخوالی لري، خو له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راتګ او د نفوسو چټک زیاتوالي له امله دا پراخوالی د ښار څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکو اړتیاوو ته بسنه نه کوي او له همدې امله، د ښار پر شته زېربناوو ورځ تر بلې فشار زیاتېږي؛ داسې چې د ښاري خدمتونو برابرول یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist