Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د تېرې ورځې خبرو ته په اشارې، د نړیوالو له لوري د افغانستان په کورنیو چارو کې پر لاسوهنې نه کولو ټینګار کړی.

ذبیح‌الله مجاهد د حکومتي جوړښت څرنګوالی او بشري حقونه د افغانستان کورني مسایل بللي او له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو یې غوښتي چې دا ټکی په پام کې ونیسي. مجاهد ټینګار کړی چې نړویوال دې د تحمیل او سیاسي فشارونو له لارې د خپلو غوښتنو د منلو هڅه نه کوي.

نوموړي له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اسلامي امارت د حکومتولۍ په برخه کې د هېوادونو او سازمانونو مشورې اوري، خو هغو ته په کورنیو مسایلو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « اصلي موضوع دا ده چې که کومې غوښتنې له افغانستان څخه کېږي، باید د مشورې او نظر په حد کې وشي. موږ تل مشورې او نظرونه اورو، خو تحمیل او د دې غوښتنو لپاره سیاسي فشارونه راوړل، منطقي نه دي او په هېوادونو کې د مداخلې مانا لري. افغانستان غواړي د خلکو مشورې واوري، نظریات واخلي او د باتجربه هېوادونو تجربې وګوري مګر د یوې مشورې په حد کې نه د مداخلې په حد کې. که څوک د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله کوي او په نتیجه کې یې خپلې غوښتنې تحمیل کړي، افغانان دا ډول حالت نه غواړي او اوسنی نظام هم د دې حالت مخالف دی. موږ له هېوادونو سره داسې اړیکې جوړول غواړو چې د دواړو اړخونو تعاملات عادي کړي او درناوی هم په منځ کې پاتې شي.»         

مجاهد له افغانستان سره د تعامل او نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې به برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ورستۍ څرګندونې ستايي، خو ترڅنګ یې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل، بشري حقونه او ورته نور مسایل د افغانستان کورني موضوعات بولي او په خبره یې، د حکومت بڼه او څرنګوالی به هم په کور دننه ټاکل کېږي.

ذبیح الله مجاهد دغه راز وايي، د اسلامي امارت د واضېحو او عیني پالیسیو له امله په ټول افغانستان کې سوله او ثبات یقیني شوي او نه پرېږدي چې بیاځلې سیاسي خپلسریو او امنیتي ګډوډیو ته لار هواره شي.

خو د دې خلاف د سیمې او ګاونډ په شمول نورو هېوادونو او سازمانونو هم په ځلونو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومتي جوړښت او د بشري حقونو د رعایت غوښتنې مطرح کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتکي وايي: « د ملګرو ملتونو چارواکي اکثریت د افغانستان په اړه پر مهمو موضوعاتو خبرې کوي، خو د ښځو او نجونو د حقونونو موضوع، د ټولشموله حکومت جوړول چې دوی یې لپاره کوم ځانګړی تعریف هم نه لري، د ترهګرۍ ضد مبارزه چې ملګرو ملتونو یې په اړه د افغانستان له حکومت سره هېڅ ډول همکاري نه ده کړې، د بشري حقونو رعایت هم هغه موضوع ده چې په اړه یې ضد او نقیض خبرې کېږي.»

حکومت بیا دغو پرله پسې اندېښنو ته په ځواب کې اوسنی حکومت ټولګډونه بولي او د اسلامي شریعت او افغاني دود او دستور سره سم یې په هېواد کې د بشري حقونو د تامین ټټر وهلی.

خو له دې ټولو سره، داسې ښکاري چې په دې اړه د اوسنیو چارواکو ډاډ نړیوالو ته د قناعت وړ نه دی او له همدې امله یې په دې اړه خپلې غوښتنې او دریځونه تکرار کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی وايي: «  که د حکومت اډانې ته فکر وکړو، د حکومت په اډانه کې د قومونو په تناسب هر قوم ته ونډه ورکړل شوې مګر منتقدین وايي، دا ټول د یوه صنف خلک دي. اوس ستونزه دا ده چې چارې څه ډول مخکې ځي، ایا په کور دننه  امن راغلی؟ دا د حکومتونو لپاره لومړنی شرط دی. دویم، ایا عمراني چارې پرمخ ځي؟ ځواب هو دی. ایا د مخدره موادو پر ضد مبارزه شوې؟  دلته هم ځواب هو دی او ایا د ترورېزم محو کولو لپاره مبارزه شوې؟ ځواب یقینا ً هو دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د جمعې په ورځ خبري کنفرانس ته په وینا کې که څه هم په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره د شوې مبارزې ستاینه وکړه، خو بل پلو یې د ټولګډونه حکومتي جوړښت، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار او دغه‌راز د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه اندېښنې شریکې کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې په حکومتي اډانه کې ټولشمولتیا په افغانستان کې د سولې له پیاوړتیا سره غوټه موضوع وبلله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist