Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/01

د ۱۴۰۵ کال د حج په مراسمو کې سعودي عربستان له لوري افغانستان ته د ۳۰ زره کسانو سهمیه ورکړل شوې. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو په خبره، د حج فریضې اداء کولو دغه ونډه يې پر خلکو او حکومتي ادارو په عادلانه توګه وېشلې ده.

چارواکي زياتوي، د حج فریضې اداء کولو لپاره تلونکي دغه کسان به د اریانا افغان او کام‌ایر هوايي شرکتونو له لوري له څلورو زونونو کابل، کندهار، هرات او بلخ څخه سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير نورمحمد قاثب وايي: « د حج سهمیې لویه برخه مو په ټول هېواد کې د حج لپاره پر پخوانیو ثبت نام شویو متقاضیانو په شفافه او عادلانه توګه وېشلې ده.»

چارواکي دغه راز وايي، د تېر په پرتله به دا ځل افغان حاجیان سعودي عربستان ته په کم لګښت ولاړ شي. د دوی په خبره، تېر کال د هر حاجي لګښت ۲۸۲ زره او ۹۰ افغاني و، خو دا ځل به يې لګښت ۲۶۶ زره ۴۰۰ افغانۍ وي چې د تېر په پرتله ۱۵ زره ۶۹۰ افغانۍ کمښت په کې راغلی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وايي، د دې ټولو ترڅنګ به هر حاجي ته څه باندې ۱۶ افغانۍ اضافي لګښت هم معاف شي چې د ټولو حجاجو په کچه نږدې ۵۰۰ زره افغانۍ کېږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير په دې اړه وايي: « سږ کال د یوتن حاجي لګښت ۲۶۶ زره ۴۰۰ افغانۍ دی. د سږني حج مصارف د تېر کال په پرتله ۱۵ زره ۶۹۰ افغانۍ کم شوي دي. د ټولې پروسې لګښت ۷ میلیارده ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۷ زره ۲۰۰ افغانۍ کېږي.»

نوموړي له ټولو هغو افغانانو چې په ۱۴۰۵ کال کې حج ته ځي وغوښتل چې خپل لګښتونه دې تحویل کړي او زیاتوي چې، د هغو حکومتي ادارو سهمیه لرونکي چې تر اوسه یې خپل لګښتونه نه دي ورکړي، باید په یوه ځل خپل ټولګښت د حج ریاست له لارې اړوند بانک ته وسپاري.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له ټولو افغان حاجیانو وغوښتل چې د حج په مراسمو کې له بې ځایه مصارفو او لګښتونو ډډه وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج عمرې او زیارتونو رییس محمد نبي محمدي وايي: « په دې برخه کې د امیرالمؤمنین یو فرمان او حکوم راغلی، ترڅو د حج په چارو کې له اضافي لګښتونو مخنیوی وشي او خلک د ځینو کارونو په سرته رسولو اړ نه شي.»

د ارشاد، حج او اوقافو وزير له هغو کسانو چې یو ځل یا دوه ځلې یې حجونه کړي او بیا ځلې د نفلي حجونو لپاره سعودي عربستان ته ځي، غواړي چې نور دې د حج لپاره ورته مراجعه نه کوي او په دې توګه دې نورو افغانانو ته د حج اداء کولو فرصت ورکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير نورمحمد قاثب په دې اړه وايي: « دا چې زموږ په لوی شمېر هېوادوالو حج فرض دی او له کلونو راهیسې یې اداء کولو ته منتظر دي، نو هغه کسان چې فرضي حج یې مخکې اداء کړی وي، د نورو کسانو د حج رعایتونو په خاطر، هغوی ته د نفلي حج اداء کولو لپاره ځای نه شته او مراجعه دې نه کوي.»

دغه وزارت وايي، افغان زیارت کوونکو لپاره په مکرمه او مدینه منوره کې حرمینو ته نږدې د استوګنې ودانۍ نیول شوې او د مناسکو د زده‌کړې په برخه کې د لارښود استادانو د استخدام پروسه پیل شوې ده. د چارواکو په خبره، د دې پروسې په بشپړېدو سره به لارښود  استادانو ته په کابل کې سیمینارونه جوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist