Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

سید مومن شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې له ایران څخه راشړل شوی. ده په ایران کې نږدې ۳۰ کاله ژوند کړی او دا هېواد ورته یوازې د کار ځای نه بلکې د ژوند کولو ځای هم و؛ ماشومان یې په هغه چاپېریال کې ستر او د راتلونکي هیلې یې غوړولې وې.

سید مومن له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره اوس په خپل هېواد کې دی او په یوه کوچنۍ کرايي خونه کې ژوند کوي. نوموړی د سرپناه د نه شتون، بې روزګارۍ او کمزوري اقتصادي وضعیت څخه کړيږي. هغه وايي، یوه کوچنۍ خونه یې په دوه نیم زره افغانۍ په کرایه نیولې، خو نه د سون توکي لري او نه هم کافي خواړه.

له ایران راستون شوی سید مومن وايي: « زه په ماشومتوب کې ایران ته تللی،  د خپل عمر ډېره برخه مې هلته تېره کړي. زما ماشومان ټول په ایران کې زیږېدلي. دلته اوس سرپناه نه لرم، بې کاره یم او یوازې په همدې یوه کوټه کې له کورنۍ سره اوسېږم. زه مرستې ته اړتیا لرم او له حکومت غواړم چې لاسنیوی مې وکړي.»

دا یوازې سید مومن نه دی چې هېواد ته له راستنېدو وروسته ستونزې لري بلکې د ده په څېر سلګونه نور کسان هم له ورته حالت سره مخامخ دي.

سید عليار هم یو له هغو کسانو دی چې په جبري توګه له ایرانه ایستل شوی. دی بیا په یوه پښه معلول هم دی او د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي. نوموړی هم سید مومن ته ورته حالت او اندیښنې لري.

له ایران راستون شوی سید علیار  وايي: « شاوخوا پنځه میاشتې کېږي چې له ایران څخه په جبر راستون شوی یم. زه له معلولیت سربېره د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرستې پر غاړه لرم او په کرایي کور کې اوسېږم. افغانستان کې کار نه شته، دلته روغ خلک وزګار دی، زه خو هسې هم معلول یم. زه نه شم کولی د کورنۍ لګښتونه پوره کړم، له ګڼو ستونزو سره مخ یم.»
د سید علیار زوی
علي احمد وايي: « زه په ایران کې ښوونځي ته تلم او تر اووم ټولګي مې زده کړې کړې دي. هلته مې له خپل پلار سره مېوې خرڅولې، خو دلته نه ښوونځی شته او نه هم کار.»
دا راستانه شوي او نور کډوال د سرپناه، بې روزګارۍ او کمزوري اقتصاد څخه سر ټکوي. په هرات کې ځايي چارواکي بیا وايي، هڅه کوي راستنو شويو کډوالو ته سرپناه او کاري فرصتونه برابر کړي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي: « د دغو کډوالو لپاره په هرات ولایت کې یو ښارګوټی منظور شوی او دوی ته هلته استوګنیزې نمرې ورکول کېږي. د ولایتونو کډوال له ثبت او راجسټر وروسته خپلو ولایتونو ته استول کېږي او بیا په اړوند ولایت کې ځمکې او نمرې ورکول کېږي.»

راستنې شوې کډوالې کورنۍ د امکاناتو له نه شتون او چارواکي یې د ستونزو د حل لپاره د خپلو هڅو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ورکړل شویو  معلوماتو له مخې، سږ کال له ایران څخه شاوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال را ایستل شوي.

که څه هم ملګرو ملتونو او د کډوالو ملاتړو نړیوالو ادارو په روان ژمي کې له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنولو پر روانې لړۍ اندېښنه ښودلې او له دغو هېوادونو یې د جبري ستنولو بهیر درولو غوښتنه کړې، خو داسې ښکاري چې ګاونډیو هېوادونو دا خبره نه ده منلې او د کډوالو د جبري راستنولو لړۍ ادامه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist