Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنيزو رسنيو خپره شوې ویډیو ليدل کېږي چې په کې د ترکيې او ایران ترمنځ ګډه پوله کې يو افغان مهاجر ماشوم له دوو نورو افغانانو سره په واورو کې بند پاتې دي.

د ټولنيزو رسنيو فعالان د دې ماشوم د وضعیت په اړه خواشيني څرګندوي او د هغو ځوانانو مېړانه ستايي چې ماشوم له حتمي مرګ څخه ژغوري.

دا افغان ماشوم په اروپايي هېوادونو کې د مېشت کېدو په نېت پر قاچاقي  لارو د تګ زړه ښه کړی، خو په داسې حال کې موندل شوی چې د سختې يخنۍ له امله يې د درېدو توان نه درلود.

اوس دا ماشوم د افغانانو له لوري ایران ته راوړل شوی او هلته له نورو افغان کډوالو سره يو ځای شوی.

ایران مېشت افغان کډوال عاشق الله وايي: « که موږ پنځه دقیقې نور هم دې ماشوم ته نه وای رسېدلي، ښايي ژوند یې له لاسه ورکړی وای. دغه شان ډېر نور ځوانان هم شته چې په لارو کې بند پاتې دي.»

ایران  ته تللي ځوانان بیا وایي، تهران ته هم تلل تر پخوا ډېر ستونزمن شوي، خو په وطن کې د اقتصادي ستونزو له  امله ځوانان دغو  کړاوونو ته غاړه ږدي.

عاشق الله په دې اړه وايي: « اوس د دې ځوان وضعیت ښه دی او زه به یې افغانستان ته واستوم.»

افغانستان کې شته شرایطو ته په کتو، ډېر خلک خپل اولادونه بهرنیو هېوادونو ته په مزدورۍ پسې لېږي، حال دا چې له ستونزمنو لارو او د قاچاقبرو له ناوړه موخو خبر نه دي.

ځینې کارپوهان پر کورنیو غږ کوي چې خپلو اولادونو ته د سفر لپاره داسې لارې وټاکي چې قانوني او ژوند ته يې په کې خطر نه وي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا وايي: « د افغانستان په داخل کې یوازینۍ ستونزه دا ده چې بېکاري او بېوزلي د دې سبب کېږي چې زموږ ځوانان بهر ته مسافر یا مهاجر شي.»      

له دې وړاندې هم پر قاچاقي لارو د  لسګونه افغان ځوانانو د  مړینې راپورونه ورکول شوي  دي. پوښتننه داده چې ولې افغان ځوانان په نورو هېوادونو کې د مېشت کېدو په تمه خپل هېواد پرېږدي؟

د چارو کارپوه  ادریس محمدي ځاځی وايي: «   باید له هېواد څخه د ځوانانو د تګ په اړه پر داسې ټکو غور وشي چې له امله یې ځوانان له وطن څخه تښتېدلو ته اړ کېږي.»

په هېواد کې بې کارۍ ته په کتو ،ګڼ شمېر افغانان د کار پېدا کولو په موخه ګاونډ ایران او نورو هېوادونو ته د تلو هڅه کوي. افغانستان کې اقتصادي ستونزې او په ایران او نورو اروپايي هېوادونو کې د کار بازار ته اسان لاسرسی هغه ستر لاملونه دي چې افغان ځوانان د غیر قانوني سفرونو انتخاب ته مجبوروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist