Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/28

د هېواد فرهنګي ميراثونو د ساتنې علمي څېړنیز سمینار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د اسلامي امارت چارواکو او ځینو هېوادونو د سفیرانو په حضور کې پرانستل شو.  

د د ې وزارت چارواکي وایي، دا ډول سیمینارونه د فرهنګي اثارو د ساتنې لپاره اغېزناک دي او ټینګار کوي چې د فرهنګي ميراثونو ساتنه د خلکو او حکومت ګډ مسوولیت دی.

د دوی په خبره، د تېرو څو لسيزو جګړو له امله فرهنګي ميراثونه سخت زیانمن شوي، خو د اسلامي امارت له راتګ سره يې خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين عتیق الله عزیزي وايي: « لکه څرنګه چې د دې هېواد نورو برخو ته زیانونه اوښتي وو، دغه شان فرهنګي اثارو، تاریخي ځایونو او تاریخي میراثونو ته هم ډېر زیان اوښتی.  د اسلامي امارت په راتګ سره لکه څرنګه چې نورو برخو ته پاملرنه وشوه، د امنیت، اقتصاد، ثبات او له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو په برخه کې ګامونه پورته شول، په فرهنګي برخه کې هم زیات مثبت ګامونه پورته شوي دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین دغه راز وايي، په تېرو شلو کلونو کې د تاریخي ابدو د خونديتوب لپاره لکه څنګه چې لازمه وه هغسې کار نه دی شوی، خو زیاتوي چې له تېرو څلور کلونو راهیسې يې د خونديتوب لپاره بوديجه ځانګړې شوې.

چارواکي له نړیوالو غواړي چې له سیاسي مسایلو لرې دې له افغانستان سره د تاریخي او فرهنګي میراثونو په ساتلو کې همکاري ډېره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين عتیق الله عزیزي زیاتوي: « موږ په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه لرو چې له موږ سره همکاري وکړي او له سیاسي نزاکتونو او مسایلو هاخوا، له موږ سره همکاري او ګډ کار وکړي. په دې برخه کې هېڅ ډول بهانه جوي، تعلل او ځنډ نه شته.»

د دې څېړنیز سیمینار په ترڅ کې ځینو ګډونوالو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په موخه علمي مقالې وړاندې کړې، تر څو نورو هېوادونو ته د افغانستان فرهنګي اثار معرفي او په ساتنه کې يې د دوی همکاري جلب کړي.

د سمینار ګډونوال فرهنګي اثار د ټولنې ارزښتناکه شتمني او ساتل یې د خلکو او حکومت اړین مسوولیت بولي او زياتوي چې د پخوانيو جوماتونو او نورو فرهنګي ميراثونو خونديتوب کولی شي د يوې ټولنې هويت ژوندی وساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist