Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/21

د تاریخ له درنو څپو سره اشنا او د تمدنونو د بدلونونو ژوندی شاهد!

د هرات لوی جامع جومات هغه سپېڅلی ځای دی چې د پېړیو په اوږدوکې یې د لوړو او ژورو بېلابېلې کیسې په خپله غېږ کې ساتلي دي.

خو دا جومات یوازې یو عبادت ځای نه دی بلکې د زمانې له سختو ازمیښتونو تېر شوی یو تاریخي سمبول هم دی. د جګړو، ورښتونو، طبیعي پېښو بېلابېلو ستونزو له امله څو ځله زیانمن شوی، خو هر ځل د خلکو د مینې او هڅو په برکت بیاځل جوړ شوی.

تازه هرات کې ځایي مسوولین وایي، اوس یې د دې لرغوني جومات رغنیزي چاري څه باندې اویا سلنه بشپړې کړې دي.
د هرات لوی جامع جومات خطیب محمد نور رحماني وايي: « دا ځل مو داسې ترمیم کړ چې که خدای کول ۵۰۰ کاله نور به پاېیږي. رغنیزې چارې تر ۷۰ سلنو مخکې تللې دي او په شدت سره ادامه لري.»
د هرات لوی جامع جومات د بیارغونې پروژې سرپرست عزیز احمد رسولي
وايي: « د زلزلې پرمهال د جومات ۱۱ ګلدستې په بشپړه توګه ویجاړې شوې وې چې اوس یې رغونه بشپړه شوې ده. همدارنګه د تزئیناو کارونه هم تر ۶۰ سلنو بشپړ شوي. د کاشي کارۍ کارونه ۷۵ سلنه بشپړ شوي، یوازې د خښتو کارونه یې پاتې دی چې وړاندوېینه یې نه شي کېدای.»

د تاریخي روایتونو له مخې، دا سیمه چې نن د جامع جومات په نوم پېژندل کېږي، د اسلام له راتګ وړاندې د زردشتیانو د عبادت ځای و. په لومړي ځل شاوخوا ۹۰۰ کاله وړاندې د سلطان غیاث الدین غوري له خوا یې په اوسنۍ معمارۍ سره د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تیموریانو واکمنۍ پرمهال یې پراختیا ومونده چې له هماغه وخته یې د اسلامي تمدن په چوکاټ کې نوی ژوند پیل کړ.

دا لرغونی جامع جومات څه باندي ۴۷۰ ګنبدې، ۱۲ ګلدستې او په ټولیز ډول په یو وخت کې د ۱۵۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د کارپوهانو په باور، یاد جومات د زردشتیانو په وخت کې له لرګیو څخه جوړ شوی و؛ خو د اورلګېدنې له امله ویجاړ شوی او بیا د تاریخ په اوږدو کې د غوریانو، تیموریانو او ال کرت له خوا بیا رغول شوی.
د لرغونو ابداتو ساتنې کارپوه وزیري وايي: « له ۲۹ هجري قمري کال وړاندې دلته د زردشتیانو یو عبادت ځای(معبد) و چې بیا اسلامي عبادت ځای ته بدل شو. له ۲۹ هجري کال وروسته د دې جومات ودانۍ له لرګیو جوړه شوه.»

دا جومات ته راتلونکي لمونځ کوونکي یاد جومات د عبادت ترڅنګ، د زړه د سکون او روحي ارام یو مهم پناه‌ځای یې بولي. دوی ټینګار کوي چې د یاد جومات رغنیزې چارې نورې هم ګړندۍ شي.

د هرات لوی جامع جومات خادم نصیر احمد فاضلي وايي: « دا په نړۍ کې پنځم لوی او لرغونی جومات دی. موږ هڅه کوو داسې یې ورغوو چې له نړۍ څخه سیلانیان د هغه کتو ته راشي او په تېر ۹ سوو کالو کې شوې معمارۍ وګوري.»
د هرات اوسېدونکی دین محمد وايي: « دا جومات زموږ د هېواد او هرات ولایت پېژندپاڼه ده. باید ټول خلک یې په ساتنه او رغونه کې ونډه ولري.»

د هرات جامع جومات کې یوه لرغونې مدرسه هم شته چې د تاریخ په اوږدو کې ویجاړه شوې وه، خو اوس د دې مدرسې رغنیزې چارې هم شاوخوا ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړیو خوشي کولو لپاره لاریونونه پیل کړل

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist