Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/22

له کلونو انتظار وروسته د هرات لوی جامع جومات پارک د بیارغونې کار بشپړ شو.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دې پارک د بیارغونې کارونه د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې(تیکا) په همکارۍ په درېیو میاشتو کې بشپړ شوي.

د دوی په وینا، دا پارک چې په هرات کې د لرغونو اثارو یوه برخه ده، په ۹ زره ۴۰۰ مټر مربع ساحه کې جوړ شوی.  

د چارواکو په خبره، اوس مهال د هرات د ځینو نورو لرغونو اثارو لکه د هرات لوی جامع جومات د ځینو برخو، د هرات ارګ یا اختیارالدین کلا، هرات منارونو او د خواجه عبدالله انصاري زیارت د بیارغونې کارونه هم روان دي. 

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي: « د هرات لوی جامع جومات د پارک بیارغولو کار چې درې میاشتې وړاندې پيل شوی و، اوس د پای ته رسېدو په حال کې دی. باید ووایم چې د لوی جامع جومات په نورو برخو کې هم د بیارغونې کارونه جریان لري. همدارنګه د جامع جومات ترڅنګ د اختیارالدین کلا، هرات منارونو او د خواجه عبدالله انصاري د زیارت بیارغونې کارونه هم ادامه لري.»

په ورته مهال، د فرهنګي چارو شنونکي باور لري چې د هرات لوی جامع جومات د پارک رغول او د نورو لرغونو ابداتو مرمت او بیا رغونه به په دې ولایت کې د ګرځندوی صنعت د ودې لامل شي.

د دوی په خبره، دا ډول پروژې کولی شي کورني او بهرني سیلانیان هرات ته راجلب کړي او د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا سبب شي.

د فرهنګي چارو کارپوه محمد صدیق میر وايي: « دغه پارک له اوږدې مودې راهیسې د کنډوالې په شان و او موږ له دې امله ډېرې اندېښنې هم لرلې. دا چې هرات یو تاریخي ولایت دی او ډېر زیات سیلانیان لري، نو اړتیا وه چې دغه پارک له ویجاړ حالت څخه ووځي او هسې جوړ شي چې اړتیا یې ده.»

بله خوا، د هرات ځایي اوسېدونکي هم د یاد پارک له جوړېدو خوښي څرګندوي، خو له مسوولینو غواړي چې د هرات لوی جامع جومات نورې برخې چې اوسمهال بیارغونې ته اړتیا لري، پر وخت ورغوي؛ ترڅو له احتمالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي.

د هرات اوسېدونکی عبدالحنان وايي: « دا ډېر ښه کار وشو چې دا پارک یې جوړ کړی. اوس خلک د تفرېح لپاره راځي او خوند اخلي. خدای وکړي چې پاتې برخې یې هم جوړ شي.»

د هرات اوسېدونکی وحید احمدي وايي: « له دې وړاندې به چې د جامع جومات پارک ته ننوتو، هره خوا کثافات وو، سرسبزي نه وه او هرڅه ویجاړ وو. اوس ډېر ښه شو، خو که پاتې برخو ته یې هم پاملرنه وشي، لا ډېر به ښه شي.»

د یادونې وړ ده چې د هرات لوی جامع جومات شاوخوا ۴۶ زره او ۷۰۰ مترمربع مساحت لري او د دولسمې میلادي پېړۍ پر مهال د سلطان غیاث‌الدین غوري له لوري جوړ شوی چې وروسته بیا د تیموریانو او صفویانو د واکمنیو پر مهال بیا بیا رغول شوی او تر نن پورې د هرات له مهمو تاریخي او فرهنګي نښو څخه ګڼل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist