Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جلال اباد ښار حلقوي سړک کارونه د بودیجې نه شتوالي له امله درېدلي

د جلال اباد ښار حلقوي سړک کارونه د بودیجې نه شتوالي له امله درېدلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/22

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د دې ښار د حلقوي سړک د دویمې لیکې جوړولو کار د بیا پیل او بشپړولو غوښتنه کوي.

د دې حلقوي سړک د دویمې لیکې د جوړولو کار چې شاوخوا یو کال مخکې پیل شوی و، اوس مهال دریدلي او چارواکي یې لامل د بودیجې کمښت بولي.

د ښار اوسېدونکي دېته په کتو چې حلقوي سړک په ښار کې د ګڼه ګوڼې او ټرافیکي پېښو په کنټرول کې مهم رول لري، پر ژر جوړېدو یې ټینګار کوي.  

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبد الله وايي: « که د حلقوي سړک چارې ګړندۍ شي، یو خو به د ښار بیروبار کم شي بل به د ښار نظم هم ورسره برابر شي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی محمد یوسف وايي: « د حلقوي سړک چې له سرخ آب پله څخه پيل کېږي، کارونه یې څو ځل پيل شو، خو بېرته ودرېدل. موږ نه پوهېږو مشکل څه دی. هیله لرو هرڅومره ژر چې کېږي، چارې یې بشپړې شي.»

د جلال اباد ښار حلقوي سړک ۱۲ کیلومتره اوږدوالې لري او ۴۰ متره پلن دی.

د ښار اوسیدونکي وايي، که دا سړک جوړ شي، په ښار کې موجوده ګڼه ګوڼه او بې نظمي چې د نفوسو زیاتوالی او د ښار تنګ سړکونه یی اصلي لاملونه دي، کمولی شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی قدرت الله وايي: « ښار کې ډېر زیات بیروبار دی چې له یوه ځای بل ځای ته ځې، په ساعتونو کې نه شې رسېدای. له دې سړک سره به د سیند غاړې ښکلا هم برابره شي او خلکو ته به ډېر سهولتونه برابر شي.»

د جلال اباد اوسېدونکی ایاز خان وايي: « حلقوي سړک ډېر مهم دی، باید پرې کار وشي، ترڅو د ښار ګڼه ګوڼه ووېشل شي.»

د جلال اباد  ښاروالي بیا وايي، د حکومت مشرتابه ته یې د حلقوي سړک د کار د بشپړولو لپاره د بودیجې وړاندیز کړی او د بودیجې له ترلاسه کولو وروسته به د حلقوي سړک د پاتې برخې د بشپړولو کار بېرته پیل کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس انجینیر وحید الله مخلص وايي: « باید ووایم چې حلقوي سړک یوازې د ننګرهار لپاره نه بلکې د ټول ختیځ لپاره یوه لویه پروژه ده، نو لګښت یې هم ډېر دی او ښاروالي نه شي کولی دا لګښتونه پوره کړي. په دې اړه له مشرتابه سره خبرې شوې، هیله لرو چې هغوی بودیجه په واک کې راکړي او موږ د کارونو پيل کولو زېری درکړو.»

د جلال اباد ښار حلقوي سړک دویمه لیکه چې ۴۰متره پلنوالی او ټولټال ۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د جوړېدو چارې یې په درېیو فازونو کې د ښار اوومې ناحیې اړوند ځنګل باغ سیمې څخه تر ثمرخیلو پورې د سیند په مسیر کې پلان شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist