Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بنګله دېش غواړي افغانستان ته درمل صادر او ترې پنبه وارده کړي

بنګله دېش غواړي افغانستان ته درمل صادر او ترې پنبه وارده کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/22

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی چې د بنګله دېش د سوداګرۍ په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره دا مهال په پلازمېنه ډاکه کې دی، د دې نندارتون په څنډه کې یې د بنګله دېش د صادراتو پراختیا ادارې له رییس سره کتلي.

د چارواکو په خبره، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر څرنګوالي خبرې شوې او بنګله دېشي لوري افغانستان ته د درملو د منظمو صادراتو ډاډ ورکړی.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو له منځه تلو وروسته، بنګله دېش هم له افغانستان سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو په برخه کې لېوالتیا ښودلې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معیین چې د یوه پلاوي په مشرۍ د بنګله دېش د سوداګرۍ په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره دا مهال په ډاکه کې دی، د دې نندارتون په څنډه کې یې د بنګله دېش د صادراتو د پراختیا د ادارې له رییس محمد محسن عارف او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، په دې لیدنه کې د کابل او ډاکې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او افغانستان ته په منظم ډول د درملو په  صادراتو هر اړخیزې خبرې شوې.

د  صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې لیدنه کې بنګله دېشي اړخ افغانستان ته د معیاري او باکیفیته درملو صادرولو ته چمتوالی اعلان کړ. افغان پلاوي له بنګله دېش څخه د درملو او طبي محصولاتو واردات د افغانستان روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم وګڼل او د دواړو هېوادونونه اقتصادونه یې د یو بل بشپړوونکي وګڼل. د ناستو په پایله کې دواړو لورو هوکړه وکړه چې د اړیکو کچه له دوستانه څخه د عملي اقتصادي مشارکت سطحې ته لوړه کړي؛ ترڅو له دې لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شي، متقابل اعتماد زیات او دواړو لورو ته د ښکاره اقتصادي ګټو زمینه برابره شي.»              

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند دغه راز وايي، ډاکې ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال د بنګله دېش د البسو او جامو د تولید او صادراتو ټولنې له مشر او غړیو سره هم لیدنې شوې او د افغانستان د پنبې د پېرلو او په افغانستان کې د ټوکر د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې.

له بل لوري، یو شمېر څارونکي په دې باور دي چې دا ډول سفرونه او لیدنې کولی شي د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او دغه راز په کور دننه د تولیداتو لپاره د بازار موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: «  په هغه صورت کې چې دا ډول اړیکې لا زیاتې شي او موږ بنګله دېش ته پنبه صادره کړو، بېله شکه چې دا کار به د کرنې په برخه کې لوی تحول رامنځته کړي. موږ کولی شو له هغې خوا د افغانستان د اړتیا وړ توکي وارد کړو. زه فکر کوم دا ډول اړیکې او له لرې ګاونډیو هېوادونو سره د پیاوړو اړیکو جوړول کولی شي افغانستان ته ډېره ګټه ورسوي.»                

په ورته مهال، یو شمېر نورافغان کتونکي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو ته په اشارې وايي، بنګله دېش د پاکستان په ځای د سوداګریزې راکړه ورکړې لپاره یو ښه بدیل ګرځېدلی شي.

دوی وايي، په اوسنیو شرایطو کې له بنګله دېش سره د سوداګرۍ، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پراخول د افغانستان په ګټه دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « دا ډول ګډون د باور فضا پياوړې کوي او د دې سبب کېږي چې افغانستان ځان د یوه مهم اقتصادي شریک په توګه نورو هېوادونو ته ور وپېژني، د پانګونې او سوداګرۍ دروازې پرانیزي او په دې سره د افغانستان او نورو هېوادونو اړیکې عادي کړي.»       

د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معیین چې د یوه حکومتي پلاوي مشري کوي، د روانې جنورۍ میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه په ډاکه کې دي.

د یادونې وړ ده د افغان سوداګرو ۵۰ کسیز ګروپ هم په دې سفر کې د افغان پلاوي ملتیا کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist