Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د جوبایډن پر ادارې نیوکې کړې

ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د جوبایډن پر ادارې نیوکې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر یو ځل بیا له افغانستانه ددغه هېواد ځواکونو د ایستلو پر پروسې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي که دی په واک وای، ښایي هیڅکله داسې څه نه وای شوې.
ډونالډ ټرمپ د ځواکونو دا ډول ایستل او د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو کمزوری او د نوموړي په ټکو شرموونکی کار بللی.
نوموړی وایي، که څه هم دی خپله هم د ځواکونو ایستلو پلوی و، خو غوښتل يې دا بهیر په ځواک او عزت ترسره او د بګرام هوايي اډه او پرمختللي پوځي تجهيزات یی په افغانستان کې نه وای پریښودلې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي: «له افغانستان نه د امریکایي ځواکونه اېستل ما هم غوښتل، خو دغه کار مې په عزت او ځواک سره کاوه. امریکا باید د بګرام پوځي اډه نه‌وای پرېښې؛ ځکه دا یوه لویه پوځي اډه ده، چې سلګونه جریبه ځمکه یې لرله. امریکا ګڼ پوځي تجهیزات طالبانو ته پرېښودل او دا یوه وحشت ناکه پرېکړه وه. دا د شرم ځای دی، چې هر کال پر سړکونو د امریکا له پاتې شویو تجهیزاتو سره د طالبانو پرېډ ګورم.»
ډونالډ ټرمپ له تېر یو کال راهیسې په پرلپسې ډول په افغانستان کې د امریکایي تجهیزات پر پاتې کېدو، بګرام اډې او د ځواکونو پر ایستلو نیوکې او څرګندونې کوي.
ډونالډ ټرمپ په تېر کې ادعا کړې وه، چې له امريکا په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات شاته پاتې شوي دي.
د پوځي چارو څارونکي بیا وایي، ټرمپ غواړي د خبرو له لارې په سیمه‌ییزو سیالانو فشار راوړي، خو په عمل کې هغه څه امکان نه‌لري چې امریکا یې هیله او تمه لري.
د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زه ډاډ ورکوم امریکا په هېڅ صورت ونه کولای شول چې بیا پر افغانستان یرغل وکړي د دې لپاره چې اوس یو بل اقتصادي مخ دی غواړي په نړۍ کې یوه ټولنه د اقتصادي سیاست په نامه جوړه کړي.»
د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د چین له پانګونې څخه مخنیوی وکړي نو بنا امریکا هېڅکله هم چینیایانو او روسنانو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې پر کانونو او زیرمو پانګونه وکړي.»
ټرمپ له افغانستانه د خپلو سرتېرو له وتلو راهیسې نږدې ۳۰ ځله ویلي، چې امریکا باید په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه له لاسه نه وای ورکړې.
نږدې هر ځل چې هغه د کابل په شمال پروان ولایت کې د بګرام پوځي اډې یادونه کړې، سملاسي یې چین یاد کړی او ادعا یې کړې، چې بګرام يې اشغال کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکي هم دې ټکي ته اشاره کوي او وايي، ډونالډ ټرمپ یوازې د چین لپاره بګرام پوځي اډه بیا بیا یادوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « باګرام اډه د چین لپاره غواړي د چین د تهدید لپاره یې غواړي، ټرمپ دا فکر لکه د ګرینلینډ، کاناډا، ایران او نورو هېوادونو لپاره یې لري افغانستان هم په دغه شکل سره تر فشار لاندې وساتي.
واک ته د ډونالډ ټرمپ له بیا راګرځېدو راهیسې هغه په ځلونو د امريکا په مخکيني ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې، له افغانستانه یې د ځواکونو پر ایستلو پروسې ملامت کړی او دا کړنه یې یوه لویه تېروتنه او شرم بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist