Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/21

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په قطر، ترکیه او عربستان کې د څلور پړاوه مذاکراتو له ترسره کېدو سربېره، د پاکستان ځان غوښتنې له امله د دواړو لوريو ترمنځ نږدې څلور مياشتنی جنجال نه دی ختم شوی.

اوس په خپله دې هېواد کې د حکومت سياسي مخالف لوري د ياد جنجال د حل غوښتنه کړې او پر حکومت یې غږ کړی چې د يادې لانجې د حل لپاره دې ملګرو ملتونو ته د سيمې هېوادونو د يوې ګډې ناستې رابللو وړانديز  وکړي.

د اپوزیسيون مشر ويلي، باید د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ورته يوې ناستې په جريان کې د دواړو هېوادونو د ستونزې عوامل د يوه داسې بحث په نتيجه کې وڅېړل شي چې د پايلو تضمين يې د ياد سازمان د امنيت شورا غړي وکړي.

د پاکستان حکومت اپوزیسيون مشر محمود‌ خان اڅکزي ویلي: « پر حکومت غږ کوم چې له ملګرو ملتونو وغواړي، ترڅو د ګاونډیو هېوادونو په ګډون داسې یوه ناسته جوړه کړي چې په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اندېښنو او ستونزو بحث وشي. په دې ناسته کې دې شواهد وړاندې شي چې مسايل په کې حل او وروستۍ پرېکړه دې وشي او د امنیت شورا غړي هېوادونه دې ضمانت کوونکو په توګه وټاکل شي.»

شنونکي هم په پاکستان کې د اپوزیسيون وړانديز معقول ګڼي، خو تېر ته په کتو پر پاکستان بې باوره دي او غوښتنه کوي چې د ستونزو اساسي حل لپاره دې دا هېواد د افغانستان پر وړاندې خپلې پالېیسۍ مثبت لوري ته بدلې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پر ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران باندې باور کول لویه تېروتنه ده. دا ځکه چې دا دواړه هېوادونه تجربه شوي او زموږ هېواد یې له ګڼو ناروا بدبختیو سره مخ کړی او جنایتونه یې تر نن ورځې ادامه لري.»

تراوسه اسلام‌اباد د اپوزیسيون دې غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی، خو وړاندې د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په منځګړيتوب د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ مذاکرات د پاکستان پلاوي د ځان غوښتنې له امله بې‌ پايلې وو.

شنونکي پاکستان ته ګوته نیسي چې تل يې د خپلو لنډمهالو کټو په خاطر پالیسۍ بدلې کړې او ان تر دې چې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو کې یې له نړيوالو د فنډ ترلاسه کولو لپاره د ناامنۍ په پلمه پښتانه ملت‌پال په نښه کړي دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال وايي: « پر یو بل تېری او جګړې نه د افغانستان په ګټه دي او نه د پاکستان بلکې د نیابتي جګړو او دغه راز د سیمې د سولې او ثبات اغېزمنېدو سبب کېږي، نو له همدې امله د سوله ییزو خبرو او همکارۍ لپاره د محمود خان اڅکزي په ګډون یو شمېر مشرانو د یوې سیمه ییزې غونډې غوښتنه کړې ده.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی  ابوالحسن صالحي وايي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هوارولو لپاره د اڅکزي وړانديز تر ټولو ښه انتخاب دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د نړیوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په منځنګړیتوب حل شي.»

له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین ویلي و چې د پاکستان پوځ ته د پښتنو د وینو تويول عادي چاره ګرځېدلې او دغه څه يې د پوځ سوداګري بللې وه. هغه له پښتنو غوښتي چې ورسره د پاکستان پوځ له لوري کېدونکی ظلم دې نه زغمي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist