Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي

نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

نشنل انټرسټ امريکايي ورځپاڼه چې په نړيوالو اړيکو کې ژور مطالب او تحليلونه خپروي، په تازه خپور شوي تحلیل کې یې ويلي، امريکا دې د افغانستان اوسني حکومت په رسميت پېژندنه کې ځنډ نه کوي.

ورځپاڼې دغه راز ليکلي، امريکا د اسلامي امارت په اړه غلط او ناسم درک درلوده، ځکه یې له ويتنام وروسته په ۲۰۲۱ کال د اسلامي امارت له غورځنګ څخه ماتې وخوړه.

نشنل انټرسټ امريکايي ورځپاڼې لیکلي: « سیمه له جدي امنیتي او سیاسي بدلونونو سره مخ ده. هند او پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې لنډه جګړه وکړه، د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلې دي، ایران د اټومي پروګرام له امله تر فشار لاندې دی او مرکزي اسیا د چټکې اقتصادي ودې پړاو ته داخله شوې. د امریکا او افغانستان اړیکې د تېرو شلو کلونو په موده کې د ناسم درک له امله زیانمنې شوې وې او امريکا طالبان له داعش ډلې سره يو ډول ګڼل، حال دا چې اوس خپله د سي‌ آی اې يوه چارواکیي ویلي، افغانستان له ۲۰۲۱ کال وروسته د لوېدیځ پر ضد د ترهګرۍ مرکز نه دی ګرځېدلی.»

نشنل انټرسټ ورځپانې په خپل تحلیل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري د امریکا او افغانستان د اړيکو نوي پړاو ته د داخلېدو اعلان، د واشنګټن لپاره د اړیکو د بیا رغولو لپاره یو مهم فرصت بللی.

ورځپاڼې په دې اړه لیکلي: « افغانستان دا مهال د سیمې د مهمو ټرانزیټي او اقتصادي پروژو په زړه کې ځای لري او له ډلې یې د افغان ټرانس‌ ټرانسپورټي دهلېز، د ترمز او کابل– پېښور رېل‌پټلۍ، د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان رېل‌پټلۍ  او د ایران افغانستان– چین سټراټېژیک دهلېز پروژې د سیمې د اقتصادي نقشې د بدلولو ښکارندوي کوي.»

یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې د روسیې له لوري د اسلامي‌امارت رسمیت پېژندنه هم مهمه بللې.

یوشمېر کارپوهان د نړیوالو ځینې غوښتنې د افغانستان کورني موضوعات ګڼي او په خبره یې، د ستونزو حل لپاره باید اسلامي‌امارت په رسمیت وپېژندل شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « که په کور دننه سیاسي او اقتصادي اصلاحات راوړل شي، اسلامي امارت د نړیوالې رسمیت پېژندنې سټېج ته رسېدای شي.»

واک ته د اسلامي‌امارت له بیا رسېدو وروسته، د نړۍ یو شمېر هېوادونو د افغانستان اوسني حاکمیت د رسمېت پېژندلو لپاره شرطونه او غوښتنې کېښودل چې د ښځو حقونو خوندیتوب، د ټولګډونه حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه یې په سر کې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند له بېلابېلو هېوادونو سره مخامخ تعامل د رسمیت ‌پېژندنې په مانا بولي، خو هیله لري چې د امریکا په شمول، ډېری هېوادونه اسلامي امارت په رسمېت وپېژني.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا وخت راتلونکی دی او هر هېواد اړتیا لري چې د افغانستان له واکمن نظام سره رسمي تعاملات ولري؛ ځکه اوس د جګړې فصل ختم شوی او د تعامل او د سیاسي اړیکو جوړولو وخت دی. موږ ټولو هېوادونو ته بلنه ورکوو چې راشي او خپل سفارتونه دلته خلاص کړي او د افغانستان سفارتونه په خپلو هېوادونو کې خلاص کړي. که څه هم موږ همدا اوس عملا ً د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره سیاسي تعامل لرو او په یوه نا اعلان شوي رسمیت کې قرار لرو، خو نورو هېوادونو ته هم په کار ده چې د روسیې په څېر جرئت وکړي او د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو اعلان وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۵ کال د جولای په درېیمه نیټه، د روسیې حکومت اسلامي‌امارت په رسمیت وپېژانده او تېره پنجشنبه د جنوري په پنځلسمه د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د اسلامي‌ امارت د سفیر باور لیک هم ومانه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist