Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ د تیرا خلکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې له خپلو کورونو کډه شي

د پاکستان پوځ د تیرا خلکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې له خپلو کورونو کډه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

په قبايلي سيمه تيرا دره کې له خپلو مېنو د ځايي اوسېدونکو د ايستلو لړۍ د روانې جنوري میاشتې په ۹مه نېټه پيل شوه او اوس چې د يادې لړۍ ختمېدو ته يوازې يوه اوونۍ پاتې ده، د پاکستان پوځ ځايي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې په يوه اوونۍ کې دننه تيرا د نظامي عملیاتو لپاره خالي کړي.

ځايي اوسېدونکي وايي، په زور له خپلو کورونو ايستل کېدو ته اړ شوي او په خبره يې، د پاکستان پوځ له دې کار سره دا خبره يقيني کوي چې پاليسۍ يې يوازې او يوازې د پښتنو پر ځپلو ولاړې دي.

د تیرا اوسېدونکی وايي: « ډېر بد حال دی، ماشومان، ښځې او بوډاګان سخت په تکلیف دي، وږي دي او ژاړي.»

له تیرا څخه خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د سیمې ځينو اوسېدونکو د کورونو پرېښودو او د عملياتو په اړه د پاکستان پوځ د پرېکړې غندلو لپاره په اعتراضي توګه خپلې خولې تړلې دي.

بله خوا، د خيبر پښتونخوا اعلی وزير په داسې حال کې تيرا ته تللی چې له يادې درې ځايي اوسېدونکي د پوځ له وېرې خپلې کډې باروي. نوموړي د پوځي عملياتو د مخنيوي په ځای، خلکو ته ډاډ ورکړی چې هلته د کېدونکو عملياتو مخالف دی او مخالف به وي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي: « کوم نظامي عملیات چې روان دي، نه یې پرون ملګری وم، نه یې نن ملګری یم او نه به یې سبا ملګرتیا وکړم. دا عملیات د ټوپک په زور په بدمعاشۍ روان دي او د بندو دروازو تر شا یې پرېکړه شوې.»

ځينې شنونکي وړاندې په قبايلو کې د ترسره شویو عملياتو څرنګوالي ته په کتو، په تيرا کې د پاکستان پوځ تازه عمليات هلته پر شته کانونو او معدنیاتو د ولکې پر ټينګولو سربېره، په قبايلي سيمو کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو دسيسه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د پاکستان پوځ دې سیمې تخلیه کولو، پښتانه کډه کولو او د ترهګرۍ په نوم جګړې پیلولو لپاره بهانه لټوي. اصلي خبر دا ده چې له دې سیمې پښتانه کډه کوي او پنجابیان ورته راولي؛ نظامي اډې په کې جوړې او هلته پر شته معدنیاتو خېټه اچوي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم که چېرې دا حالت ادامه پیدا کړي، ښايي ټوله پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ پر وړاندې پاڅونونه پيل شي.»

د پاکستان پوځ له دې وړاندې هم په قبايلي سيمو کې پراخ پوځي عمليات ترسره کړي چې د ملت‌پالو ګوندونو په خبره، په کې پښتانه فعال ملت‌پال، عام خلک او د دوی اقتصادي بنسټونه په نښه شوي.

د يادو عملياتو له ډلې په شمالي وزيرستان کې ترسره شوي ضرب غضب پوځي عملیات يې خورا خونړي بلل کېږي چې د يوه کال په دوام سره په ۲۰۱۵ کال کې پای ته ورسېدل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist