Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: مسکو او واشنګټن د افغانستان په تړاو مخامخ خبرې نه دي کړې

کابلوف: مسکو او واشنګټن د افغانستان په تړاو مخامخ خبرې نه دي کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/15

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ د افغانستان په اړه مستقیم تماس یا خبرې نه دي شوي.

ضمیر کابلوف له روسي رسنیو سره خبرو کې زیاته کـــــړې، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خـــــــبرو هېڅ راز چینل موجود نه و او د وخت له امریکايي استازي توماس وېسټ سره هم په دې اړه خبرې نه کېدې.

نوموړي ټاس خبري اژانس ته ویلي، که څه هم په ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په مشرۍ دوحه کې غونډه وشوه، خو ده او د چین استازي ونه منله چې له داسې هېواد سره په یوه پلاوي کې ځای ولري چې د افغانانو پیسې یې غلا کړې او بېرته یې نه ورکوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: « زه او امریکایي استازی ټوماس وېسټ هلته وو، خو باید یادونه وکړم چې ما او زما چینایي همکار چې د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی یو شیاویونګ دی، په واضېحو ټکو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته وویل چې موږ نه غواړو د یوه داسې هېواد له پلاوي سره و اوسو چې د افغان ولس پیسې یا سرمایه یې غلا کړې او بیرته یې نه ورکوي.»

ظاهراً د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی په دې باور دی چې له افغانستان سره یې اړېکې په خپلواک ډول روانې دي او په دې برخه کې د لوېدیځو هېوادونو د اشارو پروا نه کوي.

د چارو څارونکي هم دې ټکو ته په اشارې وایي، روسیه هڅه کوي له افغانستان سره په خپلواک ډول اړیکې مخته یوسي او دا کار د دې سبب هم شوی چې دا هېواد د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي: « وروسته له هغې چې روسانو د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژانده، مانا یې دا ده چې د لوبې اړخ بدل شو. زه فکر نه کوم روسان به د منځنۍ اسیا او روسیې پولو ته نږدې پروت افغانستان په سر په لویه او سټراټیژيکه کچه له امریکا سره بحث وکړي.»

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا پر اسلامي امارت غږ کوي چې د نړیوالو ګټو په چوکاټ کې له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي، ترڅو دوی هم د روسیې په څېر د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو شنونکی ډاکټر سمیر انګار وايي: « په اوس وخت کې نړیوال سیاست اقتصاد ته تسلیم دی. اسلامي امارت ته هم اړتیا ده چې پر تخنیکي تعامل او اقتصادي همکاریو تمرکز وکړي، ترڅو باور جوړ او تعاملات چټک شي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره روسیه یو له هغو هېوادونو و چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی وساته او له اسلامي امارت سره یې اړیکې ورو ورو تر رسمیت پېژندلو ورسولې.

د افغانستان او روسیی د اړیکو په اړه دا څرګندونې داسې مهال شوې چې د اسلامي امارت چارواکي تمه لري په روان ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې یو شمېر نور هېوادونه هم د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist