Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د نړۍ لومړي درجه فرش تولیدات او صادرات زیات شوي

بلخ کې د نړۍ لومړي درجه فرش تولیدات او صادرات زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

د شمال زون د غالیو ټولنې چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پنځه سوه زره متره افغاني غالۍ او لمڅي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.

د دې ټولنې چارواکي زیاتوي، افغاني غالۍ اوس مهال د نړۍ شاوخوا ۳۵ هېوادونو ته صادریږي.

د دوی په خبره، په لاس اوبدل کېدونکو افغاني غالیو شهرت بر روان دی او د نړۍ په کچه يې غوښتنې ورځ تر بلې زیاتیږي.

شمال زون کې د غالیو اتحاديې مشر عبادالدین محمدي وايي: « موږ پخوا تر ۹۵ سلنو پورې صادرات پاکستان ته لرل، خو اوس د پاکستان بدیلې لارې پيدا شوې او افغانستان دا مهال د اروپا او امریکا په ګډون نړۍ ۳۵ هېوادونو ته غالۍ صادروي. موږ روان کال د تېر کال په پرتله صادراتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی لرو چې ډېره برخه یې له حیرتان، آقینې او اسلام کلا بندرونو صادرېږي.»

په ورته مهال، مزارشريف ښار کې د وطني غالیو پلورونکي وايي، دې وروستیو کې په افغاني غالیو د نړیوالو بازارونو باور زیات شوی او دغې چارې له هېواده د غالیو پر صادراتو مثبت اغېز کړی.

د غالیو سوداګر زیاتوي، افغاني غالیو په نړیوالو نندارتونونو کې خاص ځای موندلی چې ورسره به نه یوازې په هېواد کې دودیز صنعت لا وغوړېږي بلکې زیاتو کسانو ته به د پانګونې او روزګار زمینه هم برابره شي.

غالۍ پلورونکی حفيظ الله سادات وايي: « افغانانو په پاکستان او ایران کې هم د دې هېواد وګړو ته د غالیو اوبدل ور زده کړي او اوس له هغوی سره سالم رقابت لرو. دا ډېر ښه تجارتي صنف دی.»

غالۍ پلورونکی ګل رحمان رحماني وايي: « فروشات مو د تېر کال په پرتله ښه شوي او زموږ غالیو نورو هېوادونو ته لاره پیدا کړي، ان تر اروپا او امریکا رسېدلې دي.»

په ورته مهال، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې د غالیو صنعت ورځ تر بلې وده کوي.

مسوولین زیاتوي، پخوا به په هېواد کې تولیدېدونکې غالۍ د وینځلو او پروسېس لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېدې، خو اوس یوازې په مزار شریف کې شاوخوا دېرش کارخونې جوړې شوې چې غالۍ په کې تر پروسېس او بسته بندې وروسته صادریږي.

د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « د غالیو د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرول د صنعت او سوداګرۍ ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. دا ریاست له ټولو مسوولو ادارو سره په ګډه هڅه کوي چې د غالیو صادروونکو ته شفاف مکانېزمونه او اداري همکاري رامنځته کړي، ترڅو د هېواد ملي تولیدات لا ډېرو بهرنیو بازارونو ته ورسېږي.»

په افغانستان کې د غالیو د تولید او صادراتو د زیاتوالي دا بحث داسې مهال کېږي چې همدا دوه ورځې وړاندې د ترکیی په استانبول ښار کې افغاني غالیو په جوړ شوي نړیوال نندارتون کې د ۱۹هېوادونو ترمنځ لومړې مقام خپل کړ.

د معلوماتو له مخې، د غالیو صنعت په افغانستان کې شاوخوا دوه زره کاله تاریخي مخینه لري او دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې یو میلیون کسان د غالیو په اوبدلو، پروسېس او سوداګرۍ بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist