Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکي افغانستان ته د صادراتو له ډېرېدو خبر ورکوي

ایراني چارواکي افغانستان ته د صادراتو له ډېرېدو خبر ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/08

له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو لارو بندېدو په دوام ایراني چارواکي وایي، له افغانستان سره یې سوداګريزې او ټرانزیټي اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د دې هېواد د خراسان رضوي والي ویلي، د دوغارون له بندر څخه افغانستان ته د سږکال صادراتو ارزښت ۳.۲ میليارد ډالرو ته رسېدلی.

د خراسان رضوي والي غلام حسين مظفري وايي: « د دوغارون د سوداګریزې ـ صنعتي آزادې سیمې اداري جوړښت تازه جوړ شوی. هڅه کوو دا سیمه په یوه سوداګریز او ټرانزیټي موقعیت بدله کړو. د دوغارون له بندره افغانستان ته د ایران د کلنيو صادراتو ارزښت شاوخوا ۳ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی.»

نوموړي همدا راز ویلي، د افغان او ایراني سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د دې سیمې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د آزاد تګ راتګ په موخه یې له افغان چارواکو سره خبرې روانې دي.

هڅه مو وکړه په دوغارون بندر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د ایراني چارواکو د دې څرګندونو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو زموږ اړیکو ته یې ځواب را نه کړ.

یو شمېر سوداګر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې وروستیو ترینګلتیاوو ته په کتو، له ایران سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کوي.

سوداګر عبدالنصیر رښتیا وايي: « وروسته له هغې چې پاکستان سره زموږ تجارت ودرېده، بېله شکه ایران سره زموږ د سوداګرۍ کچه له ۳ میلیارد ډالرو پورته شوه او احتمال شته چې له دې هم پورته شي. په ټولیزه توګه باید ووایم چې موږ باید خپل واردات مدیریت کړو؛ که چېرې مدیریت نه شي، کولی شي د افغانستان صنایع او داخلي تولید تضعیف کړي. اسلامي امارت باید پر هغو مشابه توکو تعرفه لوړه کړي چې موږ یې په داخل کې تولیدوو، ترڅو د افغانستان تازه ټوکېدلي صنایع له ماتېدو سره مخ نه شي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، پر ایران د امریکا له اقتصادي بندیزونو سربېره،  له افغانستان سره د دې هېواد د سوداګرۍ کچې لوړېدل غوره ګام دی.

د اقتصادي چارو شنونکی نجیب ‌الرحمان شمال وايي: « د ایران اسلامي جمهوریت له اوږدې مودې راهیسې تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، له همدې امله هغه یوازینۍ لاره چې ایران له منځنۍ آسیا او بیا نړۍ سره نښلوي، د افغانستان لاره ده. دوی یوازې تېر کال افغانستان سره تر ۳ میلیارد ډالرو زیاته سوداګري کړې او دا کولی شي د ایران په اقتصاد کې ژور رول ولري. هیله ده اسلامي امارت هم د افغانستان ملي ګټو ته په کتو، له ایران سره تجارتي اړیکې عیارې کړي.»

د دوغارون بندر پر سوداګرۍ او ټرانزیټ سربېره، د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو کولتوري او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا اصلي لار هم بلل کېږي.

افغانستان له ایران سره د دې هېواد د خراسان رضوي ولایت له لارې ۳۰۲ کیلومټره ګډه پوله لري او هر کال د دواړو هېوادونو زرګونه وګړي پرې تګ راتګ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist