Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ژمي په راتګ د صندلیو بازار ګرم شوی

کندهار کې د ژمي په راتګ د صندلیو بازار ګرم شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

د لرګیو ګنج سیمه د کندهار ښار یو له پخوانیو بازارونو دی. دلته لسګونه نجاران د لرګیو څخه بېلابېل توکي جوړوي، خو اوس په کې د صندلیو جوړول او پلورل ډېر تر سترګو کېږي.

صندلي د کندهار خلکو لپاره د ځان تودولو مشهوره او دودیزه وسیله ده چې د ژمي په موسم کې ترې ګټه اخلي.

صندلي څلور پښې لرونکی مېز دی چې پنډه نغاړکۍ یا بړستن پرې اچول کیږي او ترې لاندې سکاره او یا هم د ګاز کوچنی بخارۍ پرته وي او شاوخوا ترې د کورنۍ غړي راټول وي.

په کندهار کې صندلي جوړونکي وايي، صندلۍ جوړول يې له مهمو تولیداتوڅخه دي او اوسمهال یې بازار ښه تود دی.

د دوی په خبره، صندلۍ د بخارۍ په پرتله کم مصرف لري او اوس يې له ښار سربېره د ولسوالیو اوسېدونکي هم کاروي.

ترکاڼ ضمیراحمد وايي: « صندلۍ ډېره اسانه جوړېږي او په ژمي کې ترې ډېر خلک کار اخلي. دا وسیله د هغو کسانو لپاره غوره ده چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی.»

ترکاڼ عبدالطیف وايي: « په لاس جوړې شوې او ماشیني جوړې شوې صندلۍ جلا بيې لري. اوس یې بازار ډېر ښه دی، ان له ولسوالیو هم خلک راځي او وړي یې.»

اوس مهال کندهار کې دوه ډوله د لاس او ماشین په وسیله جوړې شوې صندلۍ شته دي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، زیات خلک د اقتصادي ستونزو له امله صندلۍ کاروي؛ ځکه ګازي او د لرګیو بخارۍ زیات مصرف کوي او په اوسنیو شرایطو کې د خلک تر وس لوړ دي.

د دوی په خبره، همداراز صندلۍ کې کولی شي د ژمي اوږدې شپې د کورنۍ غړي سره راټول او کورنیو کې یووالی زیات کړي.

د کندهار اوسېدونکی حاجي حمید ګل وايي: « اوس په کې خلک ګاز استفاده کوي. په یوه اوونۍ کې یو تر یونیم کیلو ګاز مصرفوي. نو ویلی شو چې اقتصادي تمامېږي. بله دا ده چې د کورنۍ غړي پرې راټولېږي او بنډار کوي.»

د کندهار اوسېدونکی امیر محمد وايي: « صندلۍ داسې شی دی چې په لږو سکرو ډېره تودوخه کوي. هغوی چې د انګارۍ وس نه لري، صندلۍ ورته ډېر ښه شی دی.»

که څه هم د کندهار هوا معتدله ده، خو  ژمی یې خورا سوړ او سخت وي او له همدې امله اوسېدونکي یې د کمزوري اقتصاد او سون توکو بیو لوړوالي له امله صندلۍ څخه ګټه اخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist