Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ دي

ملګري ملتونه: د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار لګول شوي محدودیتونه د اندېښنې وړ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او دندو لګېدلي محدوديتونه د اندېښنې وړ بللي.

آمنه محمد د ښځو او نجونو حقونه د بشري حقونو نه بېلېدونکې برخه ګڼلې او ټينګار يې کړی چې هر ځای بايد خوندي او تأمين وي.

مېرمن آمنې دغه راز زياته کړې، نړيواله ټولنه هم بايد په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده ‌کړو او کار د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې دغه راز ویلي: « په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د خپلو بنسټيزو حقونو له جدي محدودیتونو سره مخ دي، لکه زده ‌کړې او کار. نړۍ باید د دې سرغړونو پر وړاندې سترګې پټې نه کړي.»

خو د امربالمعروف او نهې‌عن‌المنکر وزارت د ښځو او نجونو ټولو شرعي حقونو خونديتوب ته د خپلې ژمنتيا ډاډ ورکوي او زياتوي چې په تېرو څو کلونو کې يې د ښځو او نجونو حقونو پر تأمينولو سربېره د دوی حقونو پر وړاندې ځينې ناسم دودونه هم له منځه وړي.

د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر وايي: « د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د اسلامي شریعت او د امیرالمؤمنین د فرمانونو په رڼا کې د ښځو ټولو شرعي حقونو خوندي کولو ته ژمن دی او په دې برخه کې توانېدلی چې د لسګونه زره ښځو حقونه خوندي کړي او دغه راز، هغه ناوړه دودونه له منځه یوسي چې له امله یې د ښځو شرعي حقونه تر پښو لاندې کېدل. باید وویل شي چې په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې نه یوازې د خویندو لپاره د سوداګرۍ او کار اسانتیاوې برابرې شوې دي بلکې له فعالیتونو یې ملاتړ هم شوی.»

د نوموړي په خبره، دامهال مېرمنې پرسوداګرۍ سربېره په ګڼو سکټورونو کې پر کار بوختې دي او غوښتنه کوي چې هېڅوک دې د ورته مسايلو په مطرح کولو سره د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.

بله خوا ځينې زده ‌کوونکې نجونې له حکومت غواړي چې را روان پسرلی دې يې د حقونو لا خونديتوب په موخه پرمخ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستل شي.

زده کوونکې مریم وايي: « څلور کاله وشول چې زموږ د ښوونځیو دروازې بندې دي او موږ له خپلو درسون وروسته پاتې یو. له حکومت غوښتنه کوو چې نور د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، ښځو او نجونو ته د کار اجازه ورکړي.»

د چارو شنونکي هم ورته غوښتنه لري او وایي، اسلامي امارت دې په را روان نوي کال کې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې پرانیزې، ترڅو په برابره توګه زده ‌کړو ته دوام ورکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سیمر انګار وايي: « اوس د دې وخت را رسېدلی چې اسلامي امارت یوه روښانه او عملي پرېکړه وکړي. باید د شریعت او اسلامي احکامو په چوکاټ کې د نجونو مکاتب او پوهنتونونه بېرته پرانیزي.» 

په تېرو څلورو کلونو کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، ګڼو نجونو او ښځو په دیني مدرسو کې زده ‌کړو ته مخه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist