Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سرپل بزګران د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار له نه شتوالي شکایت کوي

د سرپل بزګران د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار له نه شتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

سږکال د ســـــرپل ولایت له کــــــرنیزو ځمکو د پیازو ښــــــه حاصل راټول شوی. دا هغه محصولات دي چې له دې وړاندې بهرنیو هېوادونو ته صادرېدل او په ښه بیه خرڅېدل.

د دې ولایت یو شمېر بزګران شمشاد ټلویزیون ته وايي،  اوس یې د پیازو دا حاصلات د سړو خونو د نه شتوالي له کبله په خلاص میدان پراته دي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابیږي.

د دوی په خبره، تېر کال یې ۱۴ کیلو پیاز په ۱۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال یې بیه ۲۲ افغانیو ته راټیټه شوې او دا بیه یوازې د دوی لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

بزګر رحیم الدین وايي: « حاصلات ښه ډېر شوي، خو بیه نه لري، یو من په ۲۲ تر ۲۵ افغانیو پلورل کېږي. ټولو بزګرانو حاصلات راټول کړي، خو همداسې پراته دي.»

بزګر خیرالدین وايي: « تېره ورځ مې یو موټر بار کړل، من په ۲۵ افغانۍ؛ په دې بیه ما ته هېڅ نه پاتې کېږي. غوښتنه کوو چې محصولاتو ته بازار، سړې خونې یا مارکېټ پیدا شي. داسې چې د دې کروندګرو زحمت ضایع نه شي.»

بزګر شاه محمد وايي: « اته نهه جریبه ځمکه مې پیاز کرلي، حاصل مې راټول کړی، خو اوس بازار نه لري. حتا دومره نه کېږي چې د کارګرانو اجوره خلاصه کړم. حیران پاتې یم څه وکړم!؟. له دولت غوښتنه لرم چې د دې پلورلو کې راسره مرسته وکړي.»

ځینې نور بزګران بیا وايي، له پیازو سربېره د دوی نور کرنیز حاصلات هم له ورته برخلیک سره مخامخ دي. د دوی دا حاصلات نه یوازې بازار نه لري بلکې د حاصلاتو د خوندي ساتلو لپاره سړې خونې هم په واک کې نه لري.

دوی له حکومت غوښتنه وکړه چې د پاکستان د بدیلو لارو موندلو ترڅنګ د دوی د کرنیزو محصولاتو ته د صادرولو په برخه کې هم قراردادونه وکړي.

کروندګر سلیم وايي: « لګښتونه مو کړي، خو اوس خپل لګښت نه پوره کوي. تېر کال بیا هم ښه وو بیه یې لرله، خو سږ کال یې څوک په ۲۰ افغانۍ هم نه اخلي. له دولت هیله لرو چې موږ ته سړې خونې جوړې کړي او محصولاتو ته بازار پيدا کړي.»

کروندګر محمد نظر وايي: « اوس هم وخت شته، له دولت غوښتنه لرو چې له کوم هېواد سره قرارداد وکړي او دا راته خرڅ کړي. حتمي نه ده چې پاکستان ته لاړ شي، که پاکستان نه وي، نورو هېوادونو ته دې واستول شي. دولت باید زموږ د محصولاتو پوښتنه وکړي.»

په ورته وخت کې د سرپل ولایت ځايي چارواکي هم د بزګرانو زیار او لوړو لګښتونو ته په اشارې د پیازو د بازار د اوسني حالت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د دوی په خبره، د بزګرانو همدغو ستونزو ته په کتو له جګ پوړو چارواکو سره غږېدلي، ترڅو په دې ولایت کې د کرنې سکټور د ودې او ملاتړ لپاره د یوې معیاري سړې خونې د جوړولو ډاډ ورکړل شوی.

د سرپل ولایت کرنې اوبو لګولو رییس عبدالقادر وحدت وايي: « څو ځله مرکزي حکومت ته وړاندیز شوی چې سرپل ولایت کې سړې خونې جوړې کړي. په دې وروستیو کې د شیخ صاحب له خوا امر شوی چې په سرپل کې  د ۱۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت سره یوه سړه خونه جوړه شي. د دې خونې د جوړولو لپاره ځای انتخاب شوی، نقشه یې جوړه شوې او تمه کېږي چې په ۱۴۰۵ لمریز کال جوړه شي.»

دا یوازې د سرپل ولایت بزګران نه دي چې د کرنې په برخه کې زیات زیار باسي، ترڅو ښه حاصل ترلاسه کړي بلکې په اکثریت ولایتونو کې بزګران د حاصلاتو راټولولو په برخه کې زیاته خواري کوي، خو کله چې د حاصل ټولولو وخت رانږدې شي، په بازارونو کې د یادو حاصلاتو بیې هم راټیټې شي.

د دوی په خبره، د سړو خونو نه شتوالی د دوی بله جدي ستونزه ده چې د کرنیزو توکو بیې یې راټیټې کړې او نه شي کولی حتی خپل لګښتونه هم بېرته ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist