Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متحده ایالتونو افغانستان او یمن له خپلو بشري مرستو محروم کړل

متحده ایالتونو افغانستان او یمن له خپلو بشري مرستو محروم کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

امريکا په تازه اقدام کې ملګرو ملتونو ته د بشردوستانه مرستو او فعاليتونو لپاره ۲ میليارد ډالره مرسته ورکړې، خو په دې شرط چې دا مرسته به په افغانستان او يمن کې نه لګوي.

د بهرنیو مرستو، بشري چارو او مذهبي ازادۍ په برخه کې د امريکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال د داسې ثبوتونو لرلو ادعا کړې چې وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري له بېوزلو خلکو سره کېدونکي بشري مرستې د اسلامي امارت لاس ته ورځي.

نوموړي دا هم ویلي چې یادې پیسې باید د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم ونه کارول شي، ځکه چې په خبره يې دا ډول لګښتونه د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه خوري.

د بهرنیو مرستو، بشري چارو او مذهبي ازادۍ په برخه کې د امريکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال جیرمي لیوېن ویلي: « موږ نن په جینوا کې د ملګرو ملتونو بشري فنډونو ته د ۲ میلیارد ډالرو د ورکړې ژمنه کوو. دا تړون ۱۷ هېوادونه او همدارنګه د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون فنډ  پوښي، ترڅو د نړۍ په ځینو سختو بحرانونو کې خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي. دا مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره وکارول شي، خو موږ داسې شواهد ترلاسه کړي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پیسې د طالبانو لاسونو ته لوېږي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا ټولې بشري مرستې ۳.۳۸ میلیارد ډالرو ته راکمې شوې دي، حال دا چې دا کچه تېر کال ۱۴.۱ میلیارد او په ۲۰۲۲کال کې ۱۷.۲ یېلیارد ډالر وه.

اسلامي امارت بیا د دې امریکايي چارواکي څرګندونې ردوي او وايي، اسلامي امارت په بشري مرستو کې لاس وهنه نه کوي.

اسلامي امارت له واشنګټن غوښتي چې له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې دې نه سیاسي کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « بشري مرستې باید بشري پاتې او نه باید سیاسي شي. اسلامي امارت هېڅکله د ملګرو ملتونو په بشري مرستو کې لاسوهنه نه ده کړې بلکې یوازې یې څارنه کړې، ترڅو دا مرستې بېځایه ونه لګول شي او اړمنو کسانو ته ورسېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي هم په اوس وخت کې د امریکا بشري مرستې خورا مهمې ګڼي او له اسلامي امارت غواړي چې نړۍ او امریکا سره تعامل رامنځته کړي، ترڅو له افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې کمې نه بلکې لا زیاتې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبارساپی وايي: « هغه ټول سازمانونه یا هېوادونه چې له افغانستان سره مرستې کوي، باید خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، ترڅو دلته راتلونکو څو کالو کې د بېکارۍ کچه کمه شي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي. ترهغو دغو مرستو ته اشد ضرورت دی.»   

له دې وړاندې د افغانستان پر بيا رغونې د امريکا د څار ادارې يا سيګار ويلي و چې افغانستان ته د امریکا د مرستو له بندېدو سره افغانان له ستونزو سره مخ شوي او د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱کال راهیسې امریکا له افغانستان سره څه باندې۳.۸۳ میلیارد ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist