Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سلیم پیګیر کورنۍ د نوموړي درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي

د سلیم پیګیر کورنۍ د نوموړي درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

د سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر کشر ورور په اوښلنو سترګو د هغې پېښې کیسه کوي چې له امله یې په رڼا ورځ پر کور تورتم خپور شو. دی وایي، بریدګر چې ځان یې له کاناډا نوی راغلی کس معرفي کاوه، د کونړ له زلزله ‌ځپلو سره د مرستې په پلمه د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د سلیم پیګیر کور ته ورغلی و.

د سلیم پیګر ورور کریم پیګیر وايي: « پیګیر صاحب ته یې ویل چې له کاناډا څخه راغلی او د هغه مینه وال دی او غواړي د کونړ له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. دا کس زموږ کور ته راغلی او بیا له کوره د پیګیر سره صیب یوځای ووتل. له دې کس سره بې غږه توفنګچه وه او له کور سره نږدې یې پر پیګیر له شا طرف ډزې کړې.»

نوموړی وایي، که څه هم په تېرو شاوخوا درېیو ‌میاشتو کې حکومتي چارواکو او مسوولانو د پیګیر د روغتيايي وضعیت پوښتنه کړې، خو د نوموړي د بشپړې درملنې لپاره په لاس کې شته امکانات کافي نه ‌بولي.

کریم پیګیر زیاتوي: « د پیګیر صاحب وضعیت مخ په ښه کېدو دی او له لومړۍ ورځې ډېر ښه شوی. چارواکو په خپله او د قانع صاحب له لارې پوښتنه کړې، خو له پوښتنې ها خوا نور څه نه دي شوي. له چارواکو غوښتنه کوم چې د پیګیر صاحب روغتیايي وضعیت ته پاملرنه وکړي.»

نوموړی وایي، پر مشر ورور یې د کورنۍ د سترګو پر وړاندې شوي برید اوس دوی ټول له رواني اړخه سخت اغېزمن کړي.  

سلیم پیګیر بیا په دې خونه کې د بشپړې روغتیا او بېرته رغېدو په هیله شېبې شماري. له حرکت غورځېدلی او د بدن ښی اړخ یې په بشپړه توګه فلج شوی.

یوازې سترګې یې دي چې پر ده د تېرې شوې پېښې په اړه ځینې پوښتنې ځوابوي؛ حیرانې، پوښتونکې خو له خبرو او بیان عاجزې.

سلیم پيګیر په یوه بحث کې وايي: « هغه کسان چې وجدان نه لري، ځان خرڅوي او هغه کسان چې ایمان نه لري، ولس خرڅوي او هغه کسان چې دا دواړه نه لري، هېواد خرڅوي. اسلامي امارت د یوه واحد افغانستان غوښتونکی دی او زه هم دا غواړم؛ اسلامي امارت ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني، زه یې هم نه پېژنم. پنجابیان له کرښې هاخوا پښتانه د پاکستانیانو په توګه نه مني بلکې په تېرو ۷۶ کالو کې یې پر هغوی ظلم کړی…»

دا او ورته نورې څرګندونې دي چې د کورنۍ غړي یې پر سلیم پیګیر د برید او د نوموړي په نښه کېدو اصلي لامل بولي.

د روان کال د تلې په ۱۷مه، پنجشنبه غرمه مهال د نامعلومو کسانو له لوري پر سلیم پیګیر له برید او د نوموړي له ټپي کولو وروسته؛ امنیتي چارواکو د برید په تړاو د یوه مشکوک کس نیولو خبر ورکړ. د کورنۍ غړي يې پر نوموړي د بريد انګيزه شخصي دښمني نه ګڼي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist