Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي

خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

دا تاریخي کلا او جومات د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په مجلستي کلي کې دي. که څه هم د ځايي خلکو  له خوا په خپل سري توګه رغول شوي، خو د لرغونو اثارو د خوندیتوب اصول نه دي په کې رعایت شوي.

دلته نږدې سل نور تاریخي اثار هم د خلکو له خوا ساتل شوي، خو دوی له اړوندو حکومتي ادارو غواړي چې دغو اثارو ته جدي پاملرنه وکړي، ترڅو ځايي خلک بیا په خپلسرې توګه په کې د رغولو کار  کولو ته اړ نه شي.

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « زه په دې پوهېږم چې دا آثار د نادر خان د وخت دي، ځکه دا سړی له نادرخان سره څنګ په څنګ اوسېده. دا جومات هم همدا شی دی.»

د صبریو اوسېدونکی ګلاب خان وايي: « دا کلا او جومات د ویجاړېدو په حال کې دي، موږ څو ځله له دولت غوښتنه وکړه، خو له موږ سره یې همکاري ونه کړه.»

د پخواني سناتور مامور علي جان څخه پاتې شوي دا تاریخي اثار چې شمېر یې نږدې سلو ته رسیږي، د نادرخان د واکمنۍ له مهال سره تړاو لري چې د ده د کورنۍ له خوا په شخصي توګه ساتل شوي.

د مامور علي جان د کورنۍ غړي وايي، غواړي دا اثار د خوست ولایت ملي موزیم ته وسپاري، خو تر هغو چې خوست کې ملي موزیم نه وي جوړ شوی او یا اړوندې ادارې د دغو اثارو د ساتنې ډاډ  ورنه کړي، دوی اړ دي چې له ځان سره یې وساتي.

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اوسېدونکی داوود وايي: « موږ مجبور شولو چې په خپل شخصي لګښت یې بېرته ورغوو. که څه هم اساسي رغونه نه ده شوې، خو د اوس لپاره له ورانېدو ژغورل شوی.»

د خوست بل اوسېدونکی ناصر علیزی وايي: « که په خوست کې یو معیاري موزیم جوړ شي، موږ به د خپل نیکه اړوند ټول تاریخي اثار ور وسپاروو.»

له بل لوري، د خوست ځايي چارواکي بیا په دې ولایت کې د تاریخي سیمو او اثارو د ساتنې په برخه کې د خپل مسوولیت ډاډ ورکوي، خو په دې اړه د حکومت د مرکزي ادارو همکاري اړینه بولي.

د خوست اطلاعاتو او کولتور ریاست د چارواکو په خبره، د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره همهاله هم د ساتنې پوره ډاډ شته او تمه ده چې نږدې راتلوونکي کې به د منظم موزیم له جوړېدو سره د خلکو دا اندېښنې په بشپړ ډول پای ته ورسیږي.

د خوست اطلاعاتو او کولتور رییس شاه حسین مسجدي وايي: « د امیرالمؤمنین په فرمان کې راغلي چې تاسو د دې شیانو ساتنه وکړئ او که له چا سره تاریخي اثار موجود وي، موزیم ته یې ولېږدوئ ترڅو ضایع نه شي.»

د معلوماتو له مخې، خوست کې نږدې ۳۰ تاریخي سیمې او ابدې تر دا مهاله ثبت شوې او ګڼ تاریخي اثار هم د خلکو له خوا موزیم ته سپارل شوي، خو لا هم د یوه معیاري موزیم ودانۍ نه شتوالي او د تاریخي ابدو د بیا رغولو برخه کې خلک له اړونده ادارو سمدستي عملي ګامونو اخیستو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist