Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند کې ۱۳۴ جګړه ځپلو کورنیو ته کورونه جوړیږي

هلمند کې ۱۳۴ جګړه ځپلو کورنیو ته کورونه جوړیږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/25

په تېره شل کلنه جګړه کې هلمند یوه له هغو ولایتونو دي چې د جګړې دروند بار یې پر اوږو پروت و او خلکو ته یې له درنو ځاني زیانونو سربېره، پراخ مالي زیانونه هم اوښتي. جـــګړې د هلمند له خـــلکو زرګونه کورونه، سوداګریز مرکــــزونه، باغونه او نورې شتمنۍ اخیستې دي.

حکومت تازه د دې ولایت  په درېیو ولـــسوالیو کې ١٣٤ کورونو د جوړېدو او ترمیم خبر ورکړی.

د دې کورونو له ډلې ٩٧ کورونه ترمیم یا بیارغول کېږي او ٣٧ نور یې بیا په معیاري ډول  په ١٣٠ زره امریکایي ډالرو د افغانستان لپاره د بیارغوني او پراختیا موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي.

افغانستان لپار د بشري او پراختیایي چارو مــــــوسسې مسوول نظــــام الدین ځاځی وايي: « جمله ۱۳۴ پروژې دي چې د هلمند په درېیو ولـــسوالیو نهرسراج، سنګین او مارجه کې به پلې شي. د کورونو جـــــوړولو دا پروژې دوه ډوله دي، یو یې له تهداب څخه نوي کورونه جوړېږي او بل ډول یې د لــــږ ویجاړو کورونو ترمیم دی. په دې ۹۷ کـــــــورونه ترمیمېږي او ۳۷ نور له تهداب څخه جـــــوړېږي. په دې کـــــورونو ۱۳۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي.»

د دغو ولسوالیو له ډلې یوه هم نهرسراج ولسوالي ده چې د اوسېدونکو سلګونه بابه کورونه یې په تېرو جـــــــګړو کې ویجاړ شوي، خو خلک وایي د بېرته رغولو توان نه لري.

دوی خوښ دي چې اوس یو شمېر کسانو ته کورونه جوړېږي، خو غوښتنه کوې چې د پاتې سلګونه نورو کورنیو سره دې هم مرسته وشي.

د هلمند اوســــــــــــېدونکی سردارعبدالولي وايي: « دا کورونه د تېر حکومت پرمهال ونړېدل، اوس دا موسسې راغلې او موږ سره د کورونو په جوړولو کې مرسته وکړه. دا زموږ سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او دلته ډېر زیات کورونه ویجاړ شوي دي.»

د هلمند بل اوسېدونکی محمد عوض وايي: « دلته داسې کورنۍ شته چې کونډې او یتیمان پاتې دي. د دوی کورونه باید حتمن ورغول شي.»

د نهرسراج ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین وایي، د اسلامې امارت له راتلو سره یې لسګونه کورونه جوړ کړي او اوس هم په یاد پروګرام کې ٢٧ کورونه بیا رغول کېږي.

د نهرسراج ولسوالۍ د قریه جاتو مدیرغلام محمد شریف وايي: « په جګړو کې ډېر زیات کورونه جوړ شوي، خو موږ د دې پروګرام له پیل کولو سره ۲۵ کورونه په نهرسراج ولسوالۍ کې جوړل کړل. په دې کورونو کې دوې خونې، یو تشناب او برنډه شامل دي.»

د معلومــــاتو له مخې، د تېرو شــــــلو کالو جګړو له امله یوازې په سنګین، مارجې، نوزاد او مرکزي سیمو کې د  عامه خلکو تر ٥ زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي چې د کورونو، باغونو او نورو شتمنیو تخریب په کې شامل دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist