Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ملت یوالي، اسلامي نظام ساتنې او ولس د هوساینې په نامه غونډه جوړه شوه

هرات کې د ملت یوالي، اسلامي نظام ساتنې او ولس د هوساینې په نامه غونډه جوړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/25

هرات کې د قومونو یوالي او لرو پرتو سیمو کې د هغوی ستونزو د حل په موخه د سرحــدونو، قــومونو او قبایلو چـــارو وزارت له خوا د ملت یوالي، اســــلامي نظام ساتنې او د ولس هوساینې په نامه یوه غونډه جوړه شوه.
د یاد وزارت مسوولان وایي، هڅه کــوي ټول هېواد کې د ورته غونډو جوړولو سره د خلکو له ستونزو ځان خبر او د حل لپاره یې اقدامات وکړي.
د ســــرحدونو، قومونو او قبایلو چـــــــارو وزارت ویاند تسلیم الله حقاني وايي: « د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې لویې ولسي غونډې جوړوي. له دې غونډو موخه دا ده چې د افغانستان ټول ولسونه د یوالي په ټغر سره کېنوو.»

په ورته مهال، د هرات اوســـېدونکي او قومي مخور ټینګار کــــــــوي چې لرو پرتو سیمو کې د لارو خرابوالي ترڅنګ، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته له لاسرسي، د څښاک اوبو کمښت او د ژوند لومړنيو امکاناتو بې برخې دي او له مسوولینو غواړي چې یادو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د هرات اوسېدونکی محمد عارف وايي: « زموږ ګڼ هېوادوال په سرحدي سیمو کې ژوند کوي، خو حتا د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري. موږ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت هیله لرو چې د سرحد مېشتو خلکو د تعلیم، روغتیا، اوبو، سړکونو او نورو لومړنیو امکاناتو غم وخوري.»
د هرات اوسېدونکی عبدالظاهر
وايي: « که د خلکو معیشت، کرنې، مالدارۍ او کاروبار ته پاملرنه وشي، د فقر کچه ټیټېږي او بیا له یو بل سره جګړې نه کوي.»
د هرات اوسېدونکی حکمت الله
وايي: « موږ په چشت شریف ولسوالۍ کې له روغتیايي پلوه یو کوچنی کلینیک لرو چې حتا د جراحۍ کوچني عملیات هم په کې نه کېږي. موږ هیله لرو چې د روغتیا، پوهنې، سړکونو او نورو عام المنفعه تأسیساتو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.»

له دې ټولو سره، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین هڅه کوي هېواد کې له کلونو څخه پاتي دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي.
د یاد وزارت د مسوولینو له معلوماتو سره سم، واک ته د اسلامي امارت رسېدو راهیسې تر اوسه ۳ زره ۳۹۰ لویې او وړې شخړي د قومونو او کورنیو ترمنځ حل کړې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین علي جان احمد وايي: « د سرحداتو وزارت په تېرو څلورو کــــالو کې د امارت له  راتګ سره ۳ زره ۳۹۰  لویې او وړې شخړې هوارې کړې دي.»

دا په داسي حال کې ده چې تېرو کـــــــــــلونو کې هم د یاد وزارت له خوا ورته ناستو ترسره کېدو سره د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې شوې. خلک ټینګار کوي چې د ستونزو حل لپاره دې یې عملي اقدامات زیات شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist