Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولانا فضل الرحمن: پر کابل د پاکستان برید داسې دی لکه په اسلام‌اباد برید

مولانا فضل الرحمن: پر کابل د پاکستان برید داسې دی لکه په اسلام‌اباد برید

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

د پاکستان د اپوزیسیون له دوه ورځنۍ ناستې یو ورځ وروسته، د جمعیت علما‌ی اسلام په مشرۍ « د پاکستان ملت د یووالي ناسته»  تر عنوان لاندې د علماوو یوې بلې ناستې کې د پاکستان پر روان وضعیت، د پوځ پر زورواکۍ او له افغانستان سره پر اړیکو بحثونه شوي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشرتابه مولانا فضل الرحمن له افغانستان سره د پاکستان پر متضاد او دوه مخي سیاست نیوکه کړې او وايي، په داسې حال کې چې هند او ایران په پاکستان کې دننه خپلې مخالفې ډلې ځپي او په نښه کوي یې، اسلام ا‌باد یې پر وړاندې يوازې اعتراض کوي، خو برعکس د افغانستان پر پلازمېنه برید د ځان حق ګڼي.

مولانا فضل‌الرحمن زیاته کړې: « که تاسې پر کابل بمباري کوی، نو دا داسې ده لکه څوک چې پر اسلام‌اباد بمباري وکړي. که د افغانستان په نورو سیمو مو بمبار کړی هم وای، څه نا څه د برداشت او زغم وړ وه، په داسې حال کې چې هلته مو هم بار بار ورته عمل کړی. پوښتنه دا ده چې که تاسو وايئ چې موږ ځکه پر کابل برید وکړ چې هلته زموږ ضد وسله‌ والې ډلې حضور لري او دا د ځان لپاره روا کړنه ګڼئ، نو که هندوستان درته ووايي چې ما په بهاولپور، مرید او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چې کوم بریدونه کړې، هغه مې د خپلو مخالفو ډلو په ضد کړي؛ نو ته ولې د هند پر دې بریدونو اعتراض کوې؟ دا تضاد ولې دی؟»

د پاکستان ملت یووالي تر سرلیک لاندې ناستې په یوه اعلامیه کې له افغانستان سره د اړیکو پر ترينګلتیاوو اندېښنه ښودل شوې او د خبرو له لارې یې پر حل ټینکار شوی.

د دې ناستې په اعلامیه کې راغلي: « د ملتونو او هېوادنو ترمنځ ستونزې او مسایل د خبرو له لارې حل کېدای شي او دغه کړنلاره لا هم د مسایلو د حل لپاره عملي او منونکې حل لار ده. اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي سره کېني او د لازیاتو زیانونو مخنیوي لپاره ټولو موجوده ستونزو ته مثبته او علمي حل لارې ولټوي؛ ترڅو د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي.»

په ورته مهال، په دې ناسته کې د مولانا شجاع‌الدین په نوم دیني عالم په پاکستان کې حاکم نظام ته د اسلامي نوم ورکړه د بحث وړ بللې او وايي، باید په دې موضوع هم جدي بحث وشي چې آیا په پاکستان موجود رژیم اسلامي دی که نه؟

مولانا شجاع الدین ویلي: « په اسلامي هېوادونو کې وسله ‌والې کړنې روا نه دي، دا سمه ده؛ خو زما خبره دا ده چې اسلامي نظام څه ته وايي؟ اسلامي نظام او هېواد باید واضح شي او په دې هېواد کې چې دا مهال موږ په کې ژوند کوو، آیا موږ ورته اسلامي هېواد ویلی شو؟ د وسله‌والو کړنو خلاف به موږ فتوا ورکړو، خو دا چې اسلامي هېواد څه وي، پر دې باید بحث وشي.»

‌بل پلو، د پاکستان جید دیني عالم مولانا محمد تقي عثماني د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر له لوري د ځان په ګټه د دې هېواد د اساسي قانون د ۲۷مې مادې تعدیل فوقیت او برتري طلبي بللې.

د نوموړي په خبره، د پوځ د مشر له لوري د ژوند تر پایه ځان ته د هر راز قضايي او حقوقي خوندیتوب ورکړه او استثناء، د قران کریم، نبوي سنت او د نړۍ د ټولو معاصرو قوانینو خلاف عمل دی.

مولانا محمد تقي عثماني زیاته کړې: « تر ټولو مهمه خبره چې له قرآن او سنت سره په ښکاره ټکر کې ده، هغه د اساسي قانون د ۲۷مې مادې مسئله ده چې د پوځ مشر د ځان په ګټه تعدیل کړې ده او په کې راغلي چې د پاکستان ولسمشر او د پوځ مشر د ژوند تر پایه قضايي او حقوقي مصؤنیت لري او پر وړاندې یې هېڅ راز قضیه نه شي پرانیستل کېدای. ښه اوس دا څه ډول غوره والی دی چې لږ تر لږه زما په یاددښت ساری یې د نړۍ په هېڅ اصولو او قوانینو کې نه لیدل کېږي.»

له دې یوه ورځ وړاندې د تحریک تحفظ آيین پاکستان په نوم ايتلافي اپوزیسیون هم په دوه ورځنۍ ناسته کې له افغانستان سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر خرابوالي او د حکومت مخالفو ګوندونو او د اپوزیسیون پر وړاندې د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر پر جبر او زورزیاتي تندې نیوکې کړې وې.

ګډونوالو په یاده ناسته کې هم د پوځ جبر او زورواکیو ته په کتو او پر وړاندې یې مبارزه فرض بللې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist