Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د داخلي بې ځایه شويو او راستنو شويو کډوالو فریاد: له سخت حالت سره مخ یو

هرات کې د داخلي بې ځایه شويو او راستنو شويو کډوالو فریاد: له سخت حالت سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/23

په هرات کې یو شمېر کورني بې ځایه شوي او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي کډوال وايي، د ژمي سړې هوا یې ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي.

د دوی په خبره، اکثریت کورنۍ د ژمي په دې سړې هوا کې تر خېمو لاندې او نیمه ویجاړو ودانیو کې ژوند کوي.

دوی زیاتوي، د مناسبې سرپناه نه لرلو ترڅنګ، د خوراکي او سون توکوکمښت او همدا راز د تودو جامو نه لرل یې د سړې هوا په وړاندې مقاومت خورا کمزوری کړی.

داخلي بې ځایه شوی الله داد وايي: « ژمۍ را رسېدلی، ساړه او بارانونه دي او دا کورونه په ژمي کې د اوسېدلو نه دي. د دې کورونو دېوالونه نړېدلي او چتونه یې څاڅي. داسې کورونه هم شته چې نه د سون څه لري او نه د خوراک.»
داخلي بې ځایه شوی غلام فاروق وايي: « د واورو او باران په پيل کېدو سره زموږ کوټې هم له اوبو ډکې دي، ښځې او ماشومان په سړه هوا کې د باندې ناستې دي. دا مو حال دی.»

دا کورني بې ځایه شوي او له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال له اړوند ادارو غواړي چې د سرپناه او روزګار زمینه دې ورته برابره کړي.

له پاکستان څخه راستون شوی انار ګل وايي: « تاسو کولی شی وګورئ، زموږ ماشومان په اوبو کې پراته دي. له بلې خوا، بوټي هم نه شته چې کوټې پرې تودې کړو او سرپناه چېرې چې په وچه کې کېنو. حالات دا ډول دي.»

له پاکستان څخه راستون شوی جمعه ګل وايي: « زه د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکی. څو کاله مې پاکستان کې ژوند وکړ او اوس بېرته راغلی یم. په دې کنډوالو کې پراته یو، نه د چت پټولو څه لرو او نه هم د ځان پټولو.»

د هرات ځايي چارواکي که څه هم د بې ځایه شویو او کډوالو ستونزې مني خو وايي، هڅه کېږي دغه کډوال خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شي او هلته ورته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي ادارې د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو او معیشت ښه کولو لپاره هر اړخیز ګامونه اخیستي. په هرات کې د سترو پروژو او دغه راز صنعتي پارکونو له لارې ګڼو خلکو ته د کار زمینې برابرې شوې دي. همدارنګه هڅې روانې دي چې په دې ولایت کې لا ډېر خلک په کار وګومارل شي.»

په هرات کې دا بې ځایه شوې کورنۍ او راستانه شوي کډوال د ژمي له سړې هوا د موجوده ستونزو شکایت داسې مهال کوي چې له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او پاکستان په دې برخه کې ټول انساني او نړیوال منل شوي اصول تر پښو لاندې کړي.

له ایران څخه هم په تېرو شپږو میاشتو کې ۱.۲ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist