Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سره صلیب افغانستان په نړیواله کچه له شدید بشري ناورين سره مخ بللی

سره صلیب افغانستان په نړیواله کچه له شدید بشري ناورين سره مخ بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/23

سره صلیب نړیوالې کمېټې په تازه خپاره کړې راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه له بشري بحران سره مخ دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې موندنې ښیې په داسې حال کې چې ۲۰۲۵ کال پای ته رسېدونکی دی نږدې ۲۳ میلیونه افغانانو چې د هېواد نږدې نیمايي برخه جوړوي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لرله.
راپور کاږي چې لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعی پېښو او اقلیمي بدلونونو د میلیونونو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور په یوه برخه کې راغلي دي: « افغانستان لا هم په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې له سختو بشري ننګونو سره مخ دی. د ۲۰۲۵ کال پر مهال داسې اټکلونه وو، چې ۲۲ عشاریه ۹ میلیون افغانان، چې نیمایي برخه نفوس جوړوي، بشري مرستو او لاسنیوی ته اړتیا لري. په افغانستان کې د لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پیښو او اقلیمي بدلونونو له امله خلک زیانمن شوي او دوی اوسمهال لاسنیوي ته جدي اړتیا لري. په افغانستان کې په پرلپسې ډول وزګاري، د ژوند محدودې اړتیاوې او روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی، هغه څه دي چې افغانې کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.»
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې میلیونونه افغانان د سختې یخنۍ، بې‌وزلۍ او ناکافي سرپناه له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله بېځایه شوې کورنۍ يې تر ټولو زیاتې زیان ګالې بللي.
بل پلو د نړیوالو اړیکو شنونکي وایي، د ‌وزګارۍ کچې او روان بشري وضعیت کابو کولو لپاره دې حکومت د اساسي پروژو تطبيق په موخه نړيوالو ملاتړ او همکاري جلب کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « یو څو اړخیزې ملي ستراتیژې باندې باید کار وشي چې اقتصادي بسیاینې ته ورسېږو او له دې سره هممهاله کرنه باید میکانیزه شي، پانګه والو ته فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړو، سیمه‌ییز اتصال رامنځته شي چې موږ له محرومیت څخه خلاص شو.»
له دې سره اقتصاد وزارت وایي، اقلیمي بدلونونه، دوامدار وچکالۍ، نړیوالو بندیزونه،زیربناوو کموالو له وجې معیشتې ستونزو ته د رسېدنې لپاره ستراتیژیکې او اوږدمهاله پراختیا لپاره ځینو نورو پروژو له تطبیق سره کېدای شي د خوړو خوندیتوب پر وړاندې شته ستونزې په بنسټيزه توګه حل شي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: « د اقلیمي بدلونونو، پرلپسې وچکالۍ، د محدودیتونو دوام او د اقتصادي زیربناوو کموالي له امله معیشتي ستونزو ته د رسېدنې لپاره ستراتیژیکې او اوږدمهاله پراختیايي او یو شمېر اغېزناکه پروګرامونو پلې کېدل کولای شي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي کولای شي د خوړو خوندیتوب برخه کې ستونزې په بنسټیزه توګه حل کړي.»
د اقتصاد وزارت وزیر څو ورځې وړاندې د بې‌وزلۍ او وزګارۍ زیاتوالي یو لامل پر افغانستان د نړيوالو بندیزونو دوام او د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګلتیا بللې وه او له نړیوالې ټولنې یې د دغو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist