Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د اوبو زېرمه کولو لسګونه زره جذبي څاه ګان او چکډیمونه جوړ شوي

هرات کې د اوبو زېرمه کولو لسګونه زره جذبي څاه ګان او چکډیمونه جوړ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

په داسې حال کې چې په هرات کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ورښتونو لړۍ پیل شوې، ځايي چارواکو وايي، د ورښتونو د اوبو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي لپاره یې په هرات ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې اتیا زره جذبي څاه ګان او چکډیمونه جوړ کړي.

د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغو څاه ګانو او چکډیمونو سره هڅه کوي چې د تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې زیاتې او د وچکالۍ اغېزې کمې کړي.

د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايي: « موږ په ولسوالیو کې د سطحي اوبو زېرمه کولو لپاره له ۸۰ زرو ډېر څاه ګان او کوچني بندونه جوړ کړي. همدارنګه د رسنیو، ورکشاپونو او مجالسو له لارې مو خلک او بزګران هڅولي چې په خپلو کورونو او شاوخوا سیمو کې د باران اوبو جذبولو لپاره څاه ګان او کندې جوړې کړي.»

په ورته وخت کې د هري رود- مرغاب سیندونو حوزه کې ټولو رسټورانټونو او ځايي اوسېدونکو ته یې هم د جذبي څاه ګانو د کیندلو لارښوونه کړې چې له مخې یې تر اوسه یوازې په هرات ښار کې یو نیم زر څاه ګان کیندل شوي دي.

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې تخنیکي سلاکار عبدالله احمدي وايي: « موږ صنعتي ښارګوټو، مارکېټونو، موټر وینځلو ځایونو، حمامونو او نورو اوبه مصرفوونکو ته سپارښتنه کړې او مکلف مو ګرځولي چې د سطحي اوبو لپاره جذبي څاه ګان وکیندي او د باران اوبه په کې جذب کړي.»

په هرات کې د ځايي چارواکو له خوا دا اقدام داسې مهال شوی چې په هېواد کې پرله پسې وچکالیو تر ځمکې لاندې اوبو زېرمې ټیټې کچې ته رسولې دي چې له امله یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک او په تېره بیا بزګران له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په هرات کې ځايي اوسېدونکي بیا د ورښتونو موجوده لړۍ ته نه یوازې خوښ برېښې بلکې دا هیله هم څرګندوي چې دا ورښتونه به تر ځمکې لاندې د اوبو زېرمې تر یوه بریده ډکې کړي.

د هرات اوسېدونکی محمد یعقوب وايي: « که داسې یوه پروژه په لاره واچول شي چې د واورې او باران اوبه د ځمکې تل ته ښکته کړي، ترڅو په خوږو اوبو بدل شي، دا به ډېره ګټه وکړي.»
د هرات اوسېدونکی ګل
احمد وايي: « خلک او حکومت باید بندونه جوړ کړي، ترڅو د ځمکې سر اوبه ضایع نه شي، ځکه خلک اوبه نه لري او سخته اړتیا ده.»

په هرات کې خلک د ورښتونو دې لړۍ ته داسې مهال خوشبیني څرګندوي چې مسوولین بیا په روان کال کې په دې ولایت کې د ورښتونو اندازه له ۵۱ ملي مټرو څخه تر۹۰ میلي مترو پورې ښیي، حال دا چې د وچکالۍ څخه د خلاصون لپاره لږ تر لږه ۲۵۰ ملي متره ورښت ته اړتیا ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist