Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بېکارۍ او اقتصادي ځوړ اغېزې؛ هرات کې د لیلامي توکو بازار تود شوی

د بېکارۍ او اقتصادي ځوړ اغېزې؛ هرات کې د لیلامي توکو بازار تود شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

هرات کې د هېواد نورو ښارونو په څېر د ژمي په راتګ سره لیلامي توکي د پام وړ بازار لري او په ډېر شمېر خلک له دغو لیلامیو استفاده کوي.
د هرات اوسېدونکي وايې، کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولی کورنۍ ژمني لباسونه واخلي او د دې لپاره لیلامي ښه او ارزانه توکي دي.
د هرات اوسېدونکی  محمد سرور وايي: « دا څو دلایل لري، یو بې کاري ده او بل اقصتادي وضعیت خراب دی. دا لیلامي توکي ارزانه دي او خلک کولی شي ويې پېري.»

د هرات اوسېدونکی جمعه خان وايي: « لیلامي له اقتصاد سره مرسته کوي، نوي توکي قېمته دي او موږ نه شو کولی را یې نیسو.»

له بلې خوا، هټۍ وال وایي سږ کال د خلګو کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د دوی پېرودونکي لږ شوي او نه شي کولی د دوکانونو کرایې او لګښتونه پوره کړي.

هټۍ وال وکیل احمد وايي: « تېر کال مو بازار ښه و، سږ کال د خلکو د بې کارۍ له امله بازار سوړ شوی، که څه هم هوا سړه ده.»

هټۍ وال همت الله وايي: « په دې فصل کې خلک تودې جامې اخلي، تر ډېره یې ماشومانو ته اخلي.»

لیلامي توکې که څه هم د نویو هغو په پرتله د خلکو لپاره د ځان تود ساتلو  ارزان بدیل دی،  خو دا بدیل له روغتیایي زیانونو هم خالي نه دی.

روغتیا پالان وایي، که لیلامي توکي له ګټې اخیستنې وړاندي و نه وینځل شي، د بېلابېلو حساسیتي او ساري ناروغیو لامل کېږي.

د حساسیت او داخله ناروغیو متخصص لایق احمد احمدي وايي: « له زړو او لیلامي جامو څخه جلدي ناروغۍ انتقالېږي، یوه له دغو ناروغیو هم ګال یا اسکاویس ناروغي ده. دا ناروغي ساري ده او له یو ډول سپږې څخه منځته راځي. لیلامي جامې باید له اغوستلو  وړاندې په صابون ووینځل شي.»

که څه هم د خلکو په خبره لیلامي توکو ډېر کله د خوښې وړ او ډېر ښه توکي ارزانه لاس ته ورځي، خو باور دادی چې که کاري فرصتونه ډېر او بي روزګاري راکمه شي، د دې ډول توکو چې د ساري ناروغیو لرلو اندېښنې هم ورسره شته، کارول به را محدود او ذوقي شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist